فیلیپیانو ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

رښتینی عدالت

۱اخر دا چې ای خویندو او ورونو! د څښتن سره په یووالي کې خوشحالي کوئ. دا زما دپاره کوم تکلیف نه دی چې تاسو ته هماغه شیان یوځل بیا لیکم او په دې کې ستاسو امن او سلامتي ده.

۲د هغو خلکو سره چې د سپیانو په شان دي او د هغوی سره چې بدکاره دي، احتیاط کوئ چې په دې ټینګار کوي چې تاسو سنت کړي یعنې د خلاصون دپاره ستاسو د بدن یو غړی پرې کوي. ۳ځکه مونږ رښتیني سنت شوي خلک یو، مونږ چې د روح په وسیله د خدای عبادت کوو. مونږ په عیسی مسیح باندې ویاړ کوو او د جسماني مراسمو په سرته رسولو باور نه لرو، ۴که څه هم زما سره دلیل شته چې په خپل ځان باندې تکیه وکړم. که چېرې نور خلک فکر کوي چې په جسماني مراسمو باندې تکیه کولای شي، نو زه د هغوی نه زیات کولای شم. ۵کله چې زه د اتو ورځو وم، سنت شوم. زه د اسراییلو د قوم او د بنیامین د قبیلې څخه یم او اصلي عبرانی یم او د شریعت د مراعت کولو په لحاظ فریسي وم. ۶زه دومره غیرتي وم چې د عیسی مسیح پیروان به مې ځورول او د شریعت د عادلانه معیارونو له مخې زه بې‌عیبه انسان وم. ۷خو هرڅه چې زما په ګټه وو، زه یې اوس د مسیح په تاوان ګڼم. ۸هو، یوازې دا نه، بلکې زما د څښتن عیسی مسیح پېژندل دومره قیمتي ؤ چې ما هرڅه د هغه په خاطر تاوان وګڼل. ما د هغه په خاطر هرڅه ایسته وغورځول او هغه ټول مې لکه د چټلیو په شان وګڼل، ترڅو مسیح خپل کړم ۹او د هغه سره یو شم. زه نور خپل ځان په شریعت باندې په عمل کولو سره عادل نه ګڼم، بلکې په مسیح باندې د ایمان په وسیله عادل شوی یم، هغه رښتینولي چې په ایمان باندې ولاړه ده او د خدای له خوا راځي. ۱۰زه غواړم چې مسیح او د هغه د بیا راژوندي کېدلو قدرت وپېژنم، د هغه سره په کړاوونو کې شریک شم او د هغه په مرګ کې د هغه په شان شم، ۱۱ترڅو د هرې لارې چې وي، زه هم د مړو نه بېرته د تل پاتې ژوند دپاره راژوندی شم.

په هدف پسې هلې ځلې

۱۲زه دا نه وایم چې ما دا هرڅه لا مخکې تر‌لاسه کړي دي او کامل شوی یم، بلکې د هغه د تر‌لاسه کولو دپاره هلې ځلې کوم، ځکه چې مسیح زه خپل کړی یم. ۱۳ای خویندو او ورونو! زه فکر نه کوم چې هغه مې تر‌لاسه کړي دي. خو یو کار چې زه یې اوس کوم، هغه دا دی چې څه چې تېر شوي دي هغه هېر کړم او هغه څه چې مې مخکې دي د هغو دپاره ډېر کوښښ وکړم. ۱۴زه د هدف پسې هلې ځلې کوم، ترڅو هغه جایزه تر‌لاسه کړم چې د هغې دپاره خدای زه د عیسی مسیح په وسیله اسماني ژوند ته بللی یم.

۱۵مونږ ټول چې په روحاني توګه بالغان یو، باید همداسې فکر ولرو، او که په تاسو کې څوک بل ډول فکر لري، نو خدای به هغه تاسو ته ښکاره کړي. ۱۶په هر حال، راځئ چې د هغه معیار له مخې په مخ لاړ شو چې مونږ ورته رسېدلي یو.

۱۷ای خویندو او ورونو! زما د مثال نه پیروي وکړئ او هغو خلکو ته خپل پام راوګرځوئ چې زمونږ په شان ژوند تېروي. ۱۸ځکه ما څو څو ځلې تاسو ته ویلي دي او یوځل بیا یې درته د خپلو سترګو په اوښکو سره وایم چې ډېر خلک داسې ژوند کوي چې د عیسی مسیح د صلیب د رښتینې معنی سره دښمني لري. ۱۹د هغوی پای تباهي ده او د هغوی خدای د هغوی جسماني غوښتنې دي او هغوی په خپلو د شرم نه ډکو کارونو باندې ویاړ کوي. هغوی یوازې د دنیاوي شیانو په فکر کې دي. ۲۰خو مونږ په اصل کې د اسمان اوسېدونکي یو او د خپل خلاصوونکي څښتن عیسی مسیح د راتللو په انتظار یو چې د اسمان نه به راځي. ۲۱هغه به زمونږ کمزوری بدن داسې بدل کړي چې د هغه د جلال نه ډک بدن په شان شي. دا کار به د هغه قدرت په وسیله تر‌سره کیږي چې ټول شیان د خپل ځان تابع کړي.