۰:۰۰ / ۰:۰۰

د متلونو کِتاب

څوارلسم باب

۱ هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى. ۲ څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى. ۳ د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى. ۴ چرته چې غوَيى نۀ وى هلته اخور خالى وى، خو د غوَيى د طاقت په وجه ډېر فصل پېدا کيږى. ۵ يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى. ۶ مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى. ۷ د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چې تۀ به د هغۀ د خولې نه حِکمت حاصل نۀ کړې. ۸ د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى. ۹ کم عقل خپلې د ګناه د تاوان د نذرانې پورې خندا کوى، خو صادقان د مالِک خُدائ رضا حاصلوى. ۱۰ هر څوک په خپل خفګان ښۀ پوهيږى، او نور هيڅوک د هغۀ په خوشحالۍ نۀ پوهيږى. ۱۱ د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى. ۱۲ د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى. ۱۳ په خندا کښې هم زړۀ خفه کيږى او خوشحالۍ نه وروستو هم خفګان پاتې شى. ۱۴ بې‌ايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى. ۱۵ يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى. ۱۶ هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى. ۱۷ تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى. ۱۸ ساده ګان په ميراث کښې کم عقلتوب پرېږدى، خو هوښيارانو ته د عِلم تاج ورپه سر وى. ۱۹ بدکاره انسانان به د نېکانو په حضور کښې، او شريران به د صادقانو په دروازو کښې په سجده شى. ۲۰ غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى. ۲۱ هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى. ۲۲ کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى. ۲۳ ټول سخت کارونه فائده ورکوى، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځى. ۲۴ د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے. ۲۵ يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى. ۲۶ هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى. ۲۷ د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه ساتى. ۲۸ په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده. ۲۹ صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى. ۳۰ پُرسکونه زړۀ بدن له ژوندون ورکوى، خو حسد هډُوکى بوسه کوى. ۳۱ څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بې‌عزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى. ۳۲ بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى. ۳۳ د هوښيارانو په زړۀ کښې حِکمت ځائ نيسى، خو تر دې چې حِکمت په کم عقلو کښې هم خپل ځان ښکاره کوى. ۳۴ صداقت سره قوم عظيم شى او ګناه د هر چا دپاره رسوائى ده. ۳۵ بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.