۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

څوارلسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د بې‌دينو کم عقلتوب

۱ ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،

دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.

۲ مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان

هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان،

څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان.

۳ نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان،

نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.

۴ ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران،

دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان

مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟

۵ په سخته يره کښې به پراتۀ وى بدکاران،

ځکه پاک خُدائ مل دے د صادقانو.

۶ اے بدکارانو تاسو په غريبانانو ظلم کوئ،

خو مالِک خُدائ دے د خپلو خلقو نګهبان.

۷ څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى اِسرائيليان،

کله چې مالِک خُدائ بيا آباد کړى خپل قوميان،

يعقوب به خوشحالى وکړى او خوشحاله به شى اِسرائيليان.