۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

څليريشتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د جلال بادشاه

۱ دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،

دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.

۲ په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى،

دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده.

۳ د مالِک خُدائ غر ته څوک ورختلے شى؟

او څوک د هغۀ مقدس ځائ کښې ودرېدلے شى؟

۴ يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى،

څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى،

او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.

۵ دوئ ته به د مالِک خُدائ برکت مِلاو شى،

او خپل خلاصونکى خُدائ پاک نه به صداقت حاصل کړى.

۶ او هم داسې خلق ستا د مخ لټون کوى،

اے د يعقوب خُدايه، دوئ به ستا طلب کوى.

۷ اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى ورونو خلاص شئ،

چې د جلال بادشاه دننه درشى.

۸ هغه د جلال بادشاه څوک دے؟

هغه دے مالِک خُدائ چې ډېر قوى او زورَور دے،

هغه مالِک خُدائ چې په جنګ کښې تکړه دے.

۹ اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ،

چې د جلال بادشاه دننه درشى.

۱۰ هغه د جلال بادشاه څوک دے؟

هغه ربُ الافواج دے،

هغه د جلال بادشاه دے.