۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو کم دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

په طوفان کښې د مالِک خُدائ آواز

۱ اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.

۲ د مالِک خُدائ د جلالى نوم ثناء صِفت وکړئ،

د مالِک خُدائ عبادت د هغۀ د مقدس شان په مطابق وکړئ.

۳ آواز د مالِک خُدائ د دريابونو دپاسه اورېدے شى، د تندر په شان،

د زورَورو اوبو دپاسه د جلالى خُدائ آواز اورېدے شى د تندر په شان.

۴ آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے،

د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.

۵ د مالِک خُدائ آواز د زورَور دِيار ونې ماتوى،

د مالِک خُدائ آواز د لبنان د دِيار ونې ماتوى.

۶ هغه د لبنان غرونه په ټوپونو کوى د سخى په شان،

هغه د حرمون غر په ټوپونو کوى لکه د ځوان ځنګلى غوَيى په شان.

۷ د مالِک خُدائ آواز شُغله کوى لکه د برېښنا په شان.

۸ د مالِک خُدائ آواز صحراګانې لړزوى،

د مالِک خُدائ آواز د قادِس دشته خوځوى.

۹ د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى،

د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ ‎‎دے.“

۱۰ مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى،

مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى.

۱۱ طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ،

د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.