۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

درې دېرشم زبور

د ثناء صِفت سرود

۱ اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ،

دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.

۲ د بينجو د ساز سره د مالِک خُدائ ثناء خوان شئ،

د رباب په لسو تارو ساز کښې د هغۀ ثناء خوان شئ.

۳ په نوې حمد د هغۀ ثناء صِفت ادا کړئ،

په حکمت سره رباب ووهئ، او د خوشحالۍ دپاره چغې ووهئ.

۴ د مالِک خُدائ کلام رښتونے دے،

څۀ چې هغه کوى ټول د اطمينان دى.

۵ مالِک خُدائ د صداقت او اِنصاف سره مينه کوى،

د هغۀ په ازلى مينې ټوله زمکه ډکه ده.

۶ د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى،

د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى.

۷ هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى،

هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.

۸ د مالِک خُدائ نه دې ټوله دُنيا يره وکړى،

د زمکې هر کس دې د هغۀ احترام وکړى.

۹ نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه،

د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.

۱۰ مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى،

هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.

۱۱ خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى،

او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.

۱۲ څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى،

او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.

۱۳ د آسمان نه مالِک خُدائ لاندې ګورى

او هغه ټول بنيادمان وينى،

۱۴ د خپل تخت نه هغه کتل کوى

ټول خلق وينى کوم چې په زمکه اوسېدل کوى.

۱۵ هغه د ټولو د زړونو جوړونکے دے،

نو د هغوئ په هر عمل هغه خبر دے.

۱۶ يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى،

او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى.

۱۷ د خلاصون دپاره جنګى آس بې‌فائدې شى،

هغه په خپل ټول زور بيا هم تا بچ کولے نۀ شى.

۱۸ مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى،

په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،

۱۹ هغه دوئ د مرګ نه بچ ساتى

او د قحط په وخت کښې يې ژوندى ساتى.

۲۰ مونږ په مالِک خُدائ باندې توکل کوُو،

هغه زمونږ مدد او زمونږ ډال دے.

۲۱ په هغۀ کښې زمونږ زړونه خوشحاله دى،

او د هغۀ په پاک نوم زمونږ ايمان دے.

۲۲ مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه دې مونږ سره وى.

لکه څنګه چې له تا نه زمونږ اُميد وى.