۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

شپږ دېرشم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د مالِک خُدائ خِدمتګار

د انسان بدکارى او د خُدائ ښېګړه

۱ د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى.

هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.

۲ هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى،

هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.

۳ دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى.

هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.

۴ تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى.

د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى.

او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.

۵ مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى،

او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.

۶ ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان،

ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان،

اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.

۷ خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده.

ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.

۸ معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور،

او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.

۹ خو تۀ د ژوندون سرچينه يې،

په کوم نُور چې مونږ ليدل کوُو تۀ هغه نُور يې.

۱۰ خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى،

او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.

۱۱ مۀ پرېږده چې ما د پښو لاندې کړى مغروران،

مۀ پرېږده چې ما وشړى بدکاران.

۱۲ ګوره، هغوئ چې بد کوى او بدکاران دى څنګه راوغورزېدل،

د بيا پاڅېدو نۀ دى سر د لاندې راوغورزېدل.