کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره
د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره،
د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.
۲ په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ
ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى،
د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
۳ خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه،
تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.
۴ په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره،
چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره
ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده
۵ ستا تېرۀ غشى دې د دشمنانو زړۀ غوڅ کړى،
ستا په پښو کښې دې ټول قومونه راګزار شى.
۶ اے پاکه خُدايه، ستا تخت، به تر ابده پاتې وى،
د اِنصاف امسا به ستا د بادشاهۍ امسا وى.
۷ تۀ د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت کوې،
نو ځکه خُدائ پاک، ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې.
او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.
۸ ستا د جامو نه د مصالحو، د پيپل او کيکر عطرو خوشبوئى راځى،
ستا په ښکلې محلونو کښې سازونه د رباب تا خوشحالوى.
۹ ستا عزتمندو ښځو کښې د بادشاهانو لوڼه شاملې دى،
د اوفير د زرو ډکه مَلِکه دې ښى لاس ته ولاړه ده.
۱۰ اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه،
د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.
۱۱ ستا ډول او سنګار به بادشاه خپل طرف ته راکاږى،
ځکه چې هغه ستاسو مالِک دے د هغۀ تابعدارې اوسئ.
۱۲ تا له د ډالو سره د صور خلق به راشى،
دولتمند خلق به ستا مهربانى غواړى.
۱۳ شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى،
د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.
۱۴ د ګُلکارۍ په جامو کښې يې بادشاه له راوستله،
پېغلې ملګرې هم ورسره راروانې دى.
۱۵ خاندى خوشحاليږى راروانې دى،
او د بادشاه محل ته رادننه شى.
۱۶ ستا زامن به د خپل پلار نيکۀ په شان بادشاهان جوړ شى،
تۀ به هغوئ په ډېرو مُلکونو حکمرانان جوړ کړې.
۱۷ نسل در نسل به زۀ ستا نوم د عزت قابل کړم،
نو قومونه به تر ابده پورې ستا ثناء خوان وى.