کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟
تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟
۲ نه بلکې تاسو په زړونو کښې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړَوئ،
او تاسو په دُنيا کښې شرارت خوروئ.
۳ د پېدا کېدو نه وړاندې شريران خو بېلارې دى،
او د مور نه دروغژن پېدا شوى دى.
۴ دوئ لکه د مار په شان زهريله خبرې کوى،
دوئ لکه د کُوڼ کوبرا په شان غوږونه په ځان راړولى دى،
۵ د پاړو د شپيلۍ آواز نۀ اورى،
کۀ هر څومره پاړو ښۀ شپيلۍ ورته غږوى.
۶ د دوئ غاښونه مات کړه، پاکه خُدايه،
د دې زمرو ژامنې ماتې کړه، مالِکه خُدايه.
۷ لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى،
او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.
۸ هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى،
لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.
۹ خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى،
لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
۱۰ صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى،
نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.
۱۱ او خلق به دا ووائى،
”بېشکه چې صادقان به خپل اجر ومومى،
بېشکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“