کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے،
او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى،
۲ ”ترڅو پورې به تاسو په بېاِنصافۍ سره فېصلې کوئ،
ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟
۳ د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ،
او د حاجتمندو او بېوسو د حق سره اِنصاف کوئ.
۴ کمزورى او حاجتمند بچ کړئ،
او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“
۵ ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى.
دوئ په تيارو کښې ګرځيږى،
د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.
۶ ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ،
تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.
۷ خو تاسو به هم د فانى مخلوق په شان مړۀ شئ،
تاسو به هم لکه د نورو بادشاهانو راګزار شئ.“
۸ پاکه خُدايه، راپاڅه، د دې زمکې عدالت وکړه،
ځکه چې ټول قومونه ستا ميراث دى.