۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول مکاشفه

دولسم فصل

ښځه او ښامار

۱ نو بیا په اسمان کې یوه لویه نښه ښکاره شوه. هلته یوه ښځه وه چې لمر یې لکه د کالیو په شان اغوستی ؤ، سپوږمۍ یې تر پښو لاندې وه او په سر باندې یې د دولسو ستورو تاج ؤ. ۲ هغه امیدواره وه او د لنګون د درد له امله یې چیغې وهلې او په تکلیف وه. ۳ بیا په اسمان کې یوه بله نښه ښکاره شوه. هلته یو لوی سور ښامار ؤ چې اووه سرونه او لس ښکرونه یې لرل او په هر سر باندې یې تاج ؤ. ۴ هغه په خپلې لکۍ باندې د اسمان درېمه برخه ستوري راکش کړل او په ځمکه یې راوغورځول. ښامار د هغې ښځې په مخکې چې د ماشوم د زېږولو په حال کې وه ودرېده، د دې دپاره چې کله د هغې ماشوم پیدا شي، هغه یې ژوندی تېر کړي. ۵ بیا د هغې زوی پیدا شو چې په ټولو قومونو به د اوسپنې په امسا باندې حکومت کوي. خو د هغې ماشوم پورته د خدای او د هغه تخت ته یووړل شو. ۶ هغه ښځه دښتې ته، یعنې هغه ځای ته وتښتېدله چې خدای ورته تیار کړی ؤ، ترڅو هلته د یو زر او دوه سوه شپېته ورځو دپاره د هغې پالنه وشي.

۷ بیا په اسمان کې جنګ وشو. میکاییل او د هغه فرښتو د ښامار سره او ښامار او د هغه فرښتو د دوی سره جنګ وکړ. ۸ خو ښامار ماتې وخوړه او نور د هغه او د هغه د فرښتو دپاره په اسمان کې ځای نه ؤ. ۹ نو هغه لوی ښامار لاندې وغورځول شو، هغه زوړ او پخوانی مار چې د شیطان یا ابلیس په نوم یادیږي او ټوله نړۍ یې غولوله، د خپلو فرښتو سره لاندې ځمکې ته وغورځول شو. ۱۰ بیا مې په اسمان کې یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې:

اوس دی وخت رارسېدلی زمونږ د خدای د خلاصون

او د قدرت، پاچاهۍ

او د هغه ټاکل شوي مسیح د واک او اختیار

ځکه څوک چې مدعي ؤ زمونږ د خویندو ورونو

او شپه او ورځ یې لګول په هغوی باندې تورونه

د خدای حضور کې

غورځول شوی دی د اسمان نه لاندې ځمکې ته دا

۱۱ او بریالي شول زمونږ خویندې ورونه

په وسیله د وري د وینې

او په هغه باندې د شاهدۍ د پیغام

ځکه تیار وو هغوی دې ته

چې خپل ژوند له لاسه ورکړي

او حتی مړه شي

۱۲ وکړئ خوشحالي ای اسمانونو او چې په کې اوسئ تاسو

خو ای ځمکې او بحره! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې

ځکه درغی شیطان تاسو ته ښکته

او ښه پوهیږي په دې چې زیات وخت ورسره نشته

نو ډېر په قهر دی هغه

۱۳ کله چې ښامار پوه شو چې ځمکې ته راغورځول شوی دی، نو د هغې ښځې پسې شو چې زوی یې زېږولی ؤ. ۱۴ خو ښځې ته د عقاب دوه لوی وزرونه ورکړل شول، ترڅو وکولای شي هغه ځای ته والوزي چې په دښته کې ورته تیار شوی ؤ. هلته به تر درې نیمو کالو پورې د هغې پالنه وشي او د هغه ښامار د حملې نه به خوندي وساتل شي. ۱۵ بیا ښامار د خپلې خولې نه د اوبو سېلاب جاري کړ، ترڅو هغه ښځه لاندې کړي او هغه یوسي. ۱۶ خو ځمکې د هغې ښځې سره مرسته وکړه، خوله یې خلاصه کړه او د اوبو هغه سېلاب یې چې ښامار د خپلې خولې نه جاري کړی ؤ، تېر کړ. ۱۷ نو ښامار په هغې ښځې باندې ډېر په قهر شو او لاړ چې د هغې د پاتې اولادې سره چې د خدای په حکمونو باندې عمل کوي او د عیسی په هکله شاهدي ورکوي، وجنګیږي. ۱۸ ښامار د بحر په غاړه ودرېده.