د يوحنا رسول رويا

دولسم باب

ښځه او اژدها

۱ نو بيا په آسمان کښې يوه لويه نښه ښکاره شوه چې يوه ښځه وه چې نمر يې لکه د جامو اغوستے وو او سپوږمۍ د هغې د پښو لاندې وه او د هغې په سر د دولسو ستورو تاج وو. ۲ هغه اُميدواره وه او د ماشوم د پېدا کېدو د درد په وجه يې چغې وهلې. ۳ بيا يوه بله نښه په آسمان کښې ښکاره شوه چې يوه لويه سره اژدها وه چې اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو او په سرونو يې اووۀ واړه تاجونه وُو. ۴ هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى. ۵ د هغې ماشوم پېدا شو چې هلک وو کوم چې به په ټولو قومونو يعنې زورَور حکومت کوى. خو د هغې ماشوم سمدستى خُدائ پاک ته ونيولے شو او د هغۀ تخت ته راوستے شو. ۶ او ښځه بيابان ته وتښتېدله چرته چې د هغې د ساتنې دپاره خُدائ پاک ځائ تيار کړے وو چې هلته به د هغې د دولسو سوو شپېتو ورځو پورې حفاظت کيږى. ۷ بيا په آسمان کښې جنګ ونښتو. ميکائيل او د هغې فرښتو د اژدها خلاف جنګ وکړو. او اژدها او د هغې فرښتو هم د هغوئ خلاف جنګ وکړو. ۸ خو اژدها شکست وخوړو او د خپلو ملګرو سره د آسمان نه وشړل شو. ۹ نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو. ۱۰ بيا ما په آسمان کښې يو اوچت آواز واورېدو چې داسې يې وئيل چې، ”اوس خلاصون، قُدرت او زمونږ د خُدائ پاک بادشاهى او د هغۀ د مسيح اختيار راغلے دے، ځکه چې زمونږ په وروڼو اِلزام لګوونکى چې شپه او ورځ زمونږ د خُدائ پاک په مخکښې په هغوئ اِلزام لګوى، نو هغه د آسمان نه سر د لاندې راغورزولے شوى دى. ۱۱ خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول. ۱۲ نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“ ۱۳ نو چې کله اژدها خپل ځان په زمکه راغورزېدلے وليدو نو هغه، هغه ښځې پسې شوه چې زوئ يې شوے وو. ۱۴ خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى. ۱۵ بيا اژدها د خپلې خولې نه د اوبو يو سېلاب وبهيولو چې هغه ښځه لاهو کړى. ۱۶ خو زمکې د ښځې مدد وکړو، او د اژدها د خولې هغه سېلاب يې تېر کړو. ۱۷ بيا اژدها هغه ښځې ته غصه شوه او د هغې د نور نسل سره د جنګ دپاره لاړه، دا هغه خلق دى چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ په ګواهۍ ټينګ ولاړ دى. ۱۸ بيا اژدها د سمندر په غاړه ودرېده.