د يوحنا رسول رويا

څوارلسم باب

د يو لاک څلور څلوېښت زره کسانو حمد

۱ بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو. ۲ او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى. ۳ او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو، او دا حمد بې د هغه يو لاک څلور څلوېښت زرو کسانو نه چې د زمکې نه په بيعه اخستے شوى وُو، او د دوئ نه بغېر بل هيچا نۀ شو زده کولے. ۴ دا هغه خلق دى چا چې خپل ځانونه د ښځو سره د يو ځائ کېدو نه ساتلى دى، او ګډُورى پسې روان دى چرته چې هم ګډُورے ځى. دوئ د خُدائ پاک او د ګډُورى دپاره د بنى آدمو نه د اولنۍ مېوې په طور په بيعه اخستے شوى دى. ۵ د هغوئ ژبو کله دروغ نۀ وو وئيلى او هغوئ بې‌داغه دى.

د درېو فرښتو پېغامونه

۶ بيا ما د آسمان په مينځ کښې بله فرښته په الوتو وليدله چې د زمکې هر قوم، خيل، ژبې او خلقو له يې د تل زيرے ورکولو. ۷ هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“ ۸ بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“ ۹ بيا هغې نه وروستو بله دريمه فرښته راغله او په اوچت آواز يې چغې کړې، ”هر هغه څوک چې د بلا او د هغې بُت ته عبادت کوى او د هغې نښه په تندى يا په خپل لاس لګوى، ۱۰ هغوئ به د خُدائ پاک د قهر او د غضب مے وڅښى کوم چې هغۀ د خپل سخت غضب په پيالۍ کښې اچولى دى. هغوئ به د پاکو فرښتو او د ګډُورى په وړاندې په اور او د ګوګړو په شغلو کښې عذابولے شى. ۱۱ او د هغوئ د عذاب لوګے به تل تر تله راوچتيږى او هر هغه څوک چې بلا يا د هغۀ د بُت عبادت کوى يا د هغۀ د نوم نښه اخلى، د هغوئ به نۀ د شپې او نۀ د ورځې آرام وى.“ ۱۲ په دې کښې د هغه مقدسينو زغم او برداشت ضرور دے چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ وفادار پاتې کيږى. ۱۳ نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“

د دُنيا لَو کېدل

۱۴ بيا ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه او په هغې چې څوک ناست وو هغه د اِبن آدم په شان وو. د هغۀ په سر د سرو زرو تاج وو او په لاس کښې يې تېرۀ لور وو. ۱۵ يوه بله فرښته د خُدائ د کور نه بهر راووتله او په وريځ ناست ته يې په اوچت آواز ووئيل چې، ”خپل لور ورواچوه او وريبه، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت راغلے دے او د دُنيا فصل مکمل پوخ شوے دے.“ ۱۶ نو هغه څوک چې په وريځې ناست وو هغۀ خپل لور دُنيا ته ورواچولو او د هغې فصل يې ورېبلو. ۱۷ بيا يوه بله فرښته د خُدائ پاک د آسمانى کور نه راووتله او د هغې سره هم يو تېرۀ لور وو. ۱۸ او بيا بله فرښته د قربان‌ګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“ ۱۹ نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول. ۲۰ انګور يې د ښار نه بهر په لنګرۍ کښې دومره نچوړ کړل چې تر يو سل اتيا ميله پورې د هغې نه د وينو سېلاب روان شو او دا وينې دومره بره روانې وې چې د آسونو واګو ته اورسېدې.