۰:۰۰ / ۰:۰۰

د یوحنا رسول مکاشفه

پنځلسم فصل

فرښتې او وروستنۍ بلاګانې

۱ بیا ما په اسمان کې یوه بله لویه او حیرانوونکې نښه ولیدله. هلته اووه فرښتې وې چې اووه بلاګانې ورسره وې. دا وروستنۍ بلاګانې وې، ځکه چې په دې سره د خدای قهر او غضب پای ته رسیږي.

۲ ما د ښیښې په شان بحر ولیده چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته مې هغه خلک ولیدل چې په ځناور او د هغه په مجسمې او د هغه د نوم په شمېرې باندې بریالي شوي وو. هغوی د ښیښې د بحر تر‌څنګ ولاړ وو او په لاسونو کې یې هغه چنګونه وو چې خدای ورته ورکړي وو. ۳ هغوی د خدای د خدمتګار موسی سندره او د وري سندره ویله:

ای څښتنه، ای مطلق قادره خدایه!

څومره لوی او عجیبه دي ستا کارونه

عادلانه دي او رښتینې د ستا لارې

ای د قومونو پاچا!

۴ څوک دی چې ونه وېریږي ستا نه، ای څښتنه

او ستا د نوم ثنا او صفت ونه کړي؟

ځکه یوازې ته یې چې سپېڅلی یې

رابه شي ټول قومونه او ستا عبادت به وکړي

ځکه لیدلي ټولو ستا عادلانه کارونه

۵ له دې نه وروسته مې ولیدل چې د خدای کور یعنې سپېڅلې خېمه په اسمان کې پرانیستل شوه، ۶ او د هغې نه اووه فرښتې د اوو بلاګانو سره راووتلې چې پاک او ځلېدونکي د کتان کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو پټۍ یې د خپلو سینو نه تاوې کړې وې. ۷ بیا د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه یو یې هغو اوو فرښتو ته د سرو زرو اووه جامونه ورکړل چې هغه د خدای د قهر او غضب څخه ډک وو، یعنې هغه خدای چې تل ترتله به ژوندی وي. ۸ بیا د خدای کور د خدای د جلال او قدرت د لوګي څخه ډک شو او تر هغې پورې هېڅوک ورننوتلی نه شو، ترڅو چې د هغو اوو فرښتو اووه بلاګانې پای ته نه وې رسېدلې.