د يوحنا رسول رويا

اتلسم باب

د بابل بربادى

۱ د دې نه پس ما يوه بله فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليدله او د هغې لوئ اختيار وو او زمکه د هغې په جلال رڼا شوه. ۲ بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے. ۳ ځکه چې ټولو قومونو د هغې د مستۍ او بدکارۍ شراب څښلى دى، د دُنيا بادشاهانو د هغې سره بدکارى کړې ده، او د دُنيا سوداګرانو د هغې د عياشۍ په سبب دولت راغونډ کړو.“ ۴ بيا ما د آسمان نه يو بل آواز واورېدو چې وئيل يې، ”اے زما خلقو، د دې نه رابهر شئ چې د دې په ګناهونو کښې شريک نۀ شئ او چې د هغې په افتونو کښې شامل نۀ شئ. ۵ ځکه چې د هغې ګناهونه تر آسمانه رسېدلى دى او خُدائ پاک د هغې بد کارونه هېر کړى نۀ دى. ۶ هغې ته د خپلو کړو بدله ورکړئ، هغې چې کوم ناروا کارونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، او هغې چې په کومې پيالۍ کښې شراب ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ. ۷ هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم. ۸ نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله. ۹ د زمکې بادشاهانو چې د هغې سره بدکارى وکړه او د هغې په عياشۍ کښې شامل شول، هر کله چې هغوئ د دې د سوزېدلو لوګے ووينى نو هغوئ به پرې ژړا او وير وکړى. ۱۰ هغوئ به لرې ولاړ وى او د هغې په عذاب به د يرې دا وائى چې، ”افسوس، افسوس په لوئ ښار د بابل، په زورَور ښار، چې تۀ په يوه ګينټه کښې برباد شوې.“ ۱۱ د دُنيا سوداګران به هم په بابل وير او ژړا کوى ځکه چې بيا به هيڅوک هم د هغوئ نوره سودا وانۀ خلى. ۱۲ د سرو زرو، د سپينو زرو، قيمتى کاڼو، د ملغلرو، د کتان نرمې کپړې، کاسنى کپړې، د رېښمو او سرې کپړې، د هر قسم د عُودو لرګى، د هاتى غاښونه، د هر قسمه قيمتى لرګو د زېړو، د اوسپنو او د مرمرو څيزونه. ۱۳ او ورسره د دارچينى، مصالحې، خوشبويۍ عطر، د مُر چيړ، لوبان، مے، تېل، خاص مېده، غنم، او څاروى، ګډې، آسونه، جنګى ګاډۍ، غلامان او جنګى قيديان. ۱۴ هغوئ به وائى چې، ”کوم ښۀ څيزونو ته چې ستا خواهش وو، هغه ستا د لاس نه وتلې دى، ستا ټول مال دولت او شان و شوکت ورک دے او بيا به دا چرې هم په لاس در نۀ شى.“ ۱۵ او هغه سوداګرانو چې د دې ښار په تجارت مالداره شوى وُو هغوئ هم به د هغې د عذاب د يرې نه لرې ولاړ وى، ژړا او وير به پرې کوى. ۱۶ او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى. ۱۷ افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى. ۱۸ او کله چې د هغې د سوزېدلو لوګى ووينى نو چغې به کړى، ”د دې لوئ ښار په شان بل داسې ښار چرته دے؟“ ۱۹ او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“ ۲۰ د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“ ۲۱ او بيا يوې قوتناکې فرښتې د ژرندې د يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو او سمندر ته يې ورګزار کړو او وې وئيل چې، ”دغه شان به د بابل لوئ ښار ونړولے شى او بيا به يې هيڅوک ونۀ وينى. ۲۲ او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى. ۲۳ او نور به په تا کښې ډيوه بله نۀ شى او په تا کښې به بيا د زلمى او د ناوې خبرې وانۀ ورېدے شى. يو وخت وو چې ستا تاجران د دُنيا زورَور خلق وُو او تا په خپل جادو ټول قومونه دوکه کړى وُو. ۲۴ ستا په کوڅو کښې د هغه نبيانو او مقدسينو او د هغه خلقو بهېدلې وينه وليدلے شوه چې په ټوله دُنيا کښې وژلے شوى وُو.“