د يوحنا رسول رويا

يوويشتم باب

نوے آسمان او نوې دُنيا

۱ بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو. ۲ ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى. ۳ ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى. ۴ هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“ ۵ او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“ ۶ بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم. ۷ څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى. ۸ خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“

نوے يروشلم

۹ بيا په هغه اوو فرښتو کښې چې د اووۀ آخرى افتونو ډک جامونه ورسره وُو، يوه ما ته راغله او وې وئيل چې، ”راځه، زۀ به تا ته ناوې وښايم چې د ګډُورى ښځه ده.“ ۱۰ نو روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او زۀ يې يو لوئ اوچت غر ته بوتلم او د يروشلم پاک ښار يې راته وښائيلو چې د خُدائ پاک د طرفه راکوزېدو. ۱۱ هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو. ۱۲ د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو. ۱۳ نمرخاتۀ ته درې دروازې وې، شمال ته درې، جنوب ته درې، او نمر پرېواتۀ ته درې دروازې وې. ۱۴ د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو. ۱۵ کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى. ۱۶ او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو. ۱۷ فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله. ۱۸ دېوال د جاسپر کاڼو نه جوړ وو او ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو او د صفا شيشې په شان پړقېدو. ۱۹ د ښار د دېوالونو بنيادونه په رنګا رنګ قيمتى کاڼو ښائسته کړے شوى وُو اول بنياد د جاسپر کاڼو وو، دوېم د نيلم، درېم د شب چراغ، څلورم د زمرد، ۲۰ پينځم د اونيکس، شپږم د يمنى عقيقو، اوؤم د ګراسولر، اتم د ايکوامرين، نهم د طوپاز، لسم د کلسائټو، يوولسم د کائنائټو، او دولسم د کټېلى وو. ۲۱ او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې. ۲۲ ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے. ۲۳ او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده. ۲۴ د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى. ۲۵ د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى. ۲۶ د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى. ۲۷ خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.