د يوحنا رسول رويا

دوېم باب

د اِفِسوس جماعت دپاره پېغام

۱ ”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى. ۲ زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل. ۳ ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې. ۴ خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تا هغه وړومبۍ مينه پرېښې ده. ۵ خو هغه راياد کړه چې تۀ د څومره اوچت مقام نه پرېوتلې، خو اوس توبه وباسه او هغه کار کوه لکه چې مخکښې دې کړے وو. کۀ تۀ توبه ونۀ باسې نو زۀ به راشم او ستا ډيوټ به د خپل ځائ نه لرې کړم. ۶ خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښې شته چې تۀ د نيکليانو د کارونو نه نفرت کوې لکه چې زۀ يې ترې کوم. ۷ د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.

د سمرنه جماعت دپاره پېغام

۸ د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى، ۹ ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے. ۱۰ د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم. ۱۱ د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى، چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو دوېم مرګ به ورته هيڅ نقصان ونۀ رسوى.

د پرګمون جماعت دپاره پېغام

۱۲ د پرګمون د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې چا سره تېرۀ دوه مخيزه تُوره ده هغه داسې فرمائى، ۱۳ ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى. ۱۴ خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډ‌وډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى. ۱۵ هم دغه شان په تاسو کښې ځينې کسان شته دے چې د نيکليانو د تعليم پيروى کوى. ۱۶ نو توبه وباسه، کۀ نه نو زۀ به زر راشم او په هغه تُوره به د هغوئ سره جنګ وکړم کومه چې زما د خولې نه راوځى. ۱۷ د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.

د تواتيره جماعت دپاره پېغام

۱۸ د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى، ۱۹ ما ته ستا د ټولو عملونو، ستا د مينې، ايماندارۍ، خدمت او صبر پته ده. ما ته پته ده چې ستا اوسنى عملونه ستا د مخکښينو عملونو نه بهتر دى. ۲۰ خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى. ۲۱ ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى. ۲۲ نو زۀ به هغه د کټ په رنځ وغورزوم او هغوئ چې ورسره يې زنا کړې ده، هغوئ به په ډېره سخته تنګسيا کښې راګېر کړم ترڅو چې هغوئ د هغې د کړو نه توبه ونۀ باسى. ۲۳ او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم. ۲۴ خو اے د تواتيره نورو اوسېدونکو چې دا تعليم نۀ منئ او د هغې نه ناخبره يئ کومې ته چې هغوئ د شېطان پټ او ژور چال وائى، زۀ تاسو ته وايم چې زۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم. ۲۵ بس په هغه څۀ تر هغې ټينګ پاتې شئ ترڅو چې زۀ درنۀ شم. ۲۶ هر هغه څوک چې کامياب شى او هغه چې زما د وينا په مطابق تر آخره عمل کوى نو زۀ به ورله په قومونو اختيار ورکوم. ۲۷ هغه به پرې زورَور حکومت کوى او د خاورو د لوښو په شان به يې ټوټې ټوټې کړى. هغه اختيار ما ته د خپل پلار نه راکړے شوے دے. ۲۸ او زۀ به هغۀ له د سبا ستورے ورکړم. ۲۹ د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“