تیتوس ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

په کلیسا کې د سمې عقیدې په هکله تعلیم ورکول

۱خو ته هغه تعلیم ورکوه چې د سمې عقیدې له مخې وي. ۲سپین‌ږیرو ته ووایه چې هغوی دې هوښیار او عزتمن وي، په خپلو نفسونو باندې واک ولري، په ایمان، مینه، صبر او زغم کې ټینګ اوسي. ۳همدارنګه سپین سرو ته ووایه چې په خپل چال چلند کې سپېڅلې اوسي، غیبت دې نه کوي او ډېر شراب دې نه څښي او نورو ته دې د نېکۍ کولو تعلیم ورکوي، ۴ترڅو دوی وکولای شي هغو ځوانو ښځو ته داسې روزنه ورکړي چې د خپلو مېړونو او اولادونو سره مینه وکړي. ۵همدارنګه هغوی دې په خپلو نفسونو باندې واک ولري، پاک لمنې، په خپلو کورونو کې ښې کارکوونکې وي، مهربانې او د خپلو مېړونو تابعدارې اوسي، ترڅو د خدای کلام بدنام نه شي.

۶همدارنګه ځوانان وهڅوه چې اعتدال خوښوونکي اوسي. ۷تل باید داسې نېک کارونه وکړې چې د نورو دپاره مثال وګرځي او په خپل تعلیم کې دې ایمانداري او درنښت ښکاره کړه. ۸داسې سمې خبرې وکړه چې څوک درته ګوته ونه نیسي، ترڅو ستا مخالفین وشرمیږي او د هغوی سره به زمونږ په هکله د بدو ویلو دپاره کوم څه نه وي.

۹غلامانو ته ووایه چې په هر کار کې دې د خپلو بادارانو تابع اوسي او هغوی دې راضي ساتې او د هغوی سره دې بحث نه کوي. ۱۰د هغوی څخه دې پیسې نه غلا کوي، بلکې خپله ټوله وفاداري دې وښایي، ترڅو په هره طریقه چې هغوی زمونږ د خلاصوونکي خدای په هکله کوم تعلیم ورکوي هغه په زړه پورې وي.

۱۱ځکه چې د خدای فضل د ټولو خلکو د خلاصون دپاره ښکاره شوی دی. ۱۲دا فضل مونږ ته رازده کوي چې بې‌مذهبي او دنیاوي غوښتنې پرېږدو او په دې دنیا کې د پرهېزګارۍ، عدالت او دیندارۍ ژوند وکړو. ۱۳نو مونږ د برکت نه ډکه هیله یعنې د خپل لوی خدای او خلاصوونکي عیسی مسیح د بېرته راتللو په انتظار یو. ۱۴هغه خپل ځان زمونږ په خاطر قربان کړ، ترڅو مونږ د هر ډول بدیو نه خلاص کړي او زمونږ څخه د خپل ځان دپاره داسې پاک قوم جوړ کړي چې د نېکو کارونو شوقیان اوسو.

۱۵د دې شیانو په هکله تعلیم ورکړه او په پوره واک سره هغوی وهڅوه او اصلاح یې کړه. هېچا ته اجازه مه ورکوه چې تاته په سپکه سترګه وګوري.