کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په هغه ورځ به یوه چینه جاري شي چې د داود اولاده او د اورشلیم خلک د ګناه او بتپرستۍ نه پاک کړي.»
۲ مطلق قادر څښتن وایي: «په هغه ورځ به زه د وطن نه د بتانو نومونه ورک کړم او هېڅوک به یې نور نه یادوي. زه به وطن د هغو خلکو نه خلاص کړم چې په دروغو د پیغمبرۍ دعوه کوي او ناپاکه روح به ورک کړم. ۳ بیا که چېرې کوم څوک خپل نبوت ته دوام ورکوي، نو د هغه خپل مور او پلار به ورته ووایي چې ته باید مړ شې، ځکه چې ته د څښتن په نوم دروغ وایې. کله چې هغه نبوت کوي، نو د هغه خپل مور او پلار به هغه په توره باندې سوری سوری کړي او هغه به ووژني. ۴ په هغه ورځ به هېڅ پیغمبر په خپلو رویاګانو باندې ویاړ نه کوي او نه به د پیغمبرانو رول لوبوي او نه به د خلکو د غولولو په خاطر د پیغمبرانو کالي اغوندي. ۵ بلکې هغه به وایي: ‹زه پیغمبر نه یم. زه یو بزګر یم او د ځلمیتوب د وخت نه مې ځمکه کرله.› ۶ نو که څوک د هغه نه پوښتنه وکړي چې ستا په سینه کې دا زخمونه د څه دپاره دي؟ هغه به ځواب ورکړي: ‹زه د یو دوست په کور کې زخمي شوی یم.›»
۷ مطلق قادر څښتن وایي: «ای زما تورې پاڅېږه او په هغه شپون باندې حمله وکړه چې زما دپاره کار کوي! هغه ووهه، نو پسونه به خواره واره شي. زه به په خپل قوم باندې حمله وکړم ۸ او په ټول وطن کې به د درې کسانو نه دوه کسان مړه شي او یو به یې ژوندی پاتې شي. ۹ هغه خلک چې ژوندي پاتې شوي دي زه به هغوی وازمایم او هغوی به داسې صفا کړم لکه څنګه چې سپین زر په اور باندې صفا کیږي. زه به هغوی داسې وازمایم لکه څنګه چې سره زر ازمایل کیږي. بیا به هغوی ما ته دعا کوي او زه به یې قبلوم. زه به هغوی ته ووایم چې هغوی زما قوم دی او هغوی به په دې باندې اقرار وکړي چې زه څښتن د هغوی خدای یم.»