۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

دولسم باب

د بنيامين د قبيلې نه د حضرت داؤد وړومبنى ملګرى

۱ دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو. ۲ دا ټول تکړه لينده چلوونکى وُو، هغوئ په ښى او ګس لاس دواړو باندې غشى او د ليندې کاڼى ويشتلے شول. هغوئ د بنيامين د قبيلې نه د ساؤل خپلوان وُو. ۳‏-۷ هغوئ د جبعه ښار نه د سماعه د زامنو د لوئ مشر اخيعزر او دوېم مشر يوآس د مشرۍ لاندې وُو. هغه فوجيان دا وُو: يزئيل او فِلِط چې د عزماوت زامن وُو، براکه او د عنتوت نه ياهُو، د جبعون اِسماعيه چې مشهور فوجى او د هغه دېرشو نه يو مشر وو، يرمياه، يحزى‌ايل، يوحانان او د جديره يوزبد، العوزى، يريموت، بعلياه، سمرياه، سفطياه خروفى، القنه، يسياه، عزراېل، يوعزر او د قورح د قبيلې يسوبعام، د جدور د يروحام زامن، يوعيله او زبدياه.

د جاد قبيلې نه د داؤد ملګرى

۸ کله چې داؤد د صحرا په قلعه کښې وو نو د جاد د قبيلې نه ځينې تکړه او تجربه‌کار فوجيان د هغۀ سره ملګرى شولو. هغوئ په ډالونو او نېزو کښې ماهِران وُو، د زمرو په شان تکړه او په غرونو کښې د هوسۍ په شان تېزې منډې يې وهلې. ۹‏-۱۳ د هغوئ عُهدې په دې ترتيب باندې وې: د ټولو مشر ايصر، ورپسې عبدياه، اِلياب، مسمنه، يرمياه، عتى، اِلى‌ايل، يوحانان، الزباد، يرمياه او مکبنى. ۱۴ د جاد قبيلې جنګيالى فوجى مشران وُو. د هغوئ د ټولو نه کمزورو جنګيالو د سلو فوجيانو سره جنګ کولے شو او تکړه جنګيالو د زرو خِلاف جنګ کولے شو. ۱۵ د يو کال په وړومبۍ مياشت کښې، په هغه وخت کښې چې د اُردن په سيند کښې اوبۀ د غاړو نه اوړېدلې، نو هغوئ د سيند نه پورې وتل، هغه خلق يې خوارۀ وارۀ کړل کوم چې د سيند نمرخاتۀ او نمرپرېواتۀ دواړو طرفونو ته په وادۍ کښې اوسېدل.

د بنيامين او د يهوداه د قبيلې ملګرى

۱۶ يو ځل د بنيامين او يهوداه د قبيلو د سړو يوه ډله هغه قلعې ته لاړه چرته چې داؤد وو. ۱۷ داؤد مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د دوستانو په شان دلته زما مدد له راغلى يئ، نو په خېر راغلئ. زمونږ سره ملګرى شئ. خو کۀ ستاسو اراده دا وى چې دوکه مې کړئ او دشمن ته مې حواله کړئ، اګر چې ما تاسو له د تکليف رسولو کوشش هم نۀ دے کړے، نو زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاک به د دې نه خبر شى او تاسو له به سزا درکړى.“ ۱۸ د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.

د منسى ملګرى

۱۹ د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو. ۲۰ دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې. ۲۱ هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو. ۲۲ تقريباً هره ورځ به نوى سړى د داؤد سره شاملېدل، تر دې پورې چې د هغۀ لښکر د خُدائ پاک د لښکر په شان لوئ شو.

د حضرت داؤد د لښکرو شمېر

۲۳‏-۳۷ کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل. ۳۸ دا ټول فوجيان چې د جنګ دپاره تيار وُو، حبرون ته لاړل. د هغوئ اراده دا وه چې داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړى. نو د ټولو بنى اِسرائيلو په دې خبره باندې اتفاق وو. ۳۹ هغوئ هلته د داؤد سره درې ورځې تېرې کړې، د هغه مېلمستيا نه يې خوړل څښل کول چې د هغوئ خپلوانو ورله تيار کړے وو. ۴۰ د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.