۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

دوويشتم باب

۱ نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“

د مالِک خُدائ د کور د عمارت تيارے کول

۲ داؤد بادشاه هغه ټولو مسافرو له حُکم ورکړو کوم چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې اوسېدل چې راغونډ شى او د هغوئ نه يې کار اخستلو. په هغوئ کښې څۀ کسانو د مالِک خُدائ د کور جوړولو دپاره کاڼى تيارول. ۳ هغۀ د مېخونو او د لرګى دروازو د تړلو د پټو دپاره په لوئ مِقدار کښې اوسپنه، او دومره ډېر زېړ ورکړل چې هيچا هم نۀ شُو تللے. ۴ هغۀ د صور او صيدا په خلقو باندې په يو لوئ شمېر کښې د دِيار لرګى راوړل. ۵ داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربه‌کاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو. ۶ هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى. ۷ داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم. ۸ خو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، تا ډېر خلق وژلى دى او ډېر جنګونه دې کړى دى. نو چې ما کومه وينه تويه کړې ده د هغې په وجه به هغه ما دې ته پرې نۀ ږدى چې د هغۀ دپاره کور جوړ کړم. ۹ خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم. ۱۰ هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. هغه به زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم. هغه او د هغۀ اولاد به د تل دپاره په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوى.“ ۱۱ داؤد خپله خبره جارى وساتله، ”نو زما زويه، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا مل شى او هغه دې خپله وعده پوره کړى چې تا د هغۀ دپاره په کور جوړولو کښې کامياب کړى. ۱۲ او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې. ۱۳ کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې. ۱۴ او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې. ۱۵ تا سره ډېر د کار والا سړى دى. د کاڼو جوړولو دپاره سړى شته او ګِلکاران او ترکاڼان شته، هم داسې په لوئ شمېر کښې اُستاذان موجود دى چې هر قِسم کار کولے شى ۱۶ لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“ ۱۷ داؤد د بنى اِسرائيلو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو چې د سليمان مدد وکړئ. ۱۸ هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى. ۱۹ نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“