۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

شپاړسم باب

دَ زبرګانو دَ پاره چنده

۱اوس دَ هغے چندے په حقله چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى څنګه چه ما دَ ګلتيانو جماعتُونو ته حُکم کړے دے، هغسے تاسو هم وکړئ. ۲دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى، دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى. ۳اَؤ کله چه زَۀ درشم نو چه څوک ستاسو خوښ وى، هغوئ له به زَۀ خط ورکړم اَؤ وبه ئے ليږم چه ستاسو شکرانه بيتُ المُقدس ته يوسى. ۴اَؤ که زما تلل هم مُناسب وى نو هغوئ به ما سره لاړ شى.

دَ سفر دَ پاره منصُوبے

۵اَؤ زَۀ به دَ مِکدونيه په لاره تاسو له درشم ځکه چه ما ته دَ مِکدونيه په لاره هسے هم تلل دى. ۶شايد چه ستاسو سره ايسار شم اَؤ ژمے به تاسو سره تير کړم بيا چه کُوم پلو چه زَۀ دَ تلو نيت وکړم نو تاسو به مے واستوئ. ۷ځکه چه زَۀ اوس په لاره کښے تاسو سره مُلاقات کول نۀ غواړم بلکه زما دا اُميد دے چه که مالِک وغوښتل نو څۀ ورځے به تاسو سره تيرے کړم.

۸خو زَۀ به دَ پنتکُست اختر پورے په اِفِسوس کښے يم. ۹ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى.

۱۰که چرے تيموتيوس درشى نو خيال ئے وساتئ اَؤ دَ زړۀ دَ اِخلاصه هغه قبُول کړئ ځکه چه هغه زما په شان دَ مالِک کار کوى. ۱۱نو بايد چه هغه څوک سپک نۀ کړئ بلکه هغه صحيح سلامت دے لور ته را رُخصت کړئ چه ما ته راشى ځکه چه دَ نورو ورُوڼو سره دَ هغۀ اِنتظار کوم.

۱۲اَؤ ورور اپولوس ته ما ډير خواست وکړو چه دَ ورُوڼو سره تاسو ته درشى خو هغه دا وخت په درتلو بلکل راضى نۀ شو، خو هر کله چه موقع ورته په لاس ورشى نو دربه شى.

آخرى خواهش اَؤ سلام

۱۳بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ. ۱۴څۀ چه کوئ په مينه ئے کوئ.

۱۵اَئے ورُوڼو، تاسو دَ ستِفناس خاندان پيژنئ چه هغه په اخيه کښے وړُومبى ايمانداران شول اَؤ دَ پاکانو په خدمت کښے تل ولاړ دى. ۱۶پس زَۀ درته دا سوال کوم چه دَ داسے خلقو تابع اوسئ بلکه دَ هر داسے سړى چه په دے کار اَؤ زيار کښے شريک دے. ۱۷اَؤ زَۀ دَ ستِفناس اَؤ دَ فرتوناتوس اَؤ اخيکوس په راتلو ډيرخوشحاله يم ځکه چه څۀ چه ستاسو نه پاتے شوى وُو، هغه هغوئ پُوره کړل. ۱۸اَؤ هغوئ زما اَؤ ستاسو رُوح تازه کړو نو دَ داسے کسانو ومنئ.

۱۹دَ ايشيا جماعتونه درته سلام وائى، اکوله اَؤ پرسکيله دَ هغے جماعت سره چه دَ هغوئ په کور کښے ده تاسو ته په مالِک کښے ډير ډير سلام کوى. ۲۰ټول ورُوڼه درته سلام کوى. يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ په يو بل سلام ووايئ. ۲۱زَۀ پولوس درته په خپل لاس سلام ليکم. ۲۲څوک چه دَ مالِک سره مينه نۀ لرى په هغۀ دِ لعنت وى، مالِک راتلُونکے دے. ۲۳دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ په تاسو وى. ۲۴تاسو ټولو ته چه په عيسىٰ مسيح کښے يئ، دِ زما مينه قبُوله شى.

بل څپرکۍ