د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

اتم باب

بُتانو ته د خوراک نذر پېش کول

۱ کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى. ۲ کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى. ۳ خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى. ۴ نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته. ۵ کۀ خلق په زمکه او په آسمان کښې ډېر معبودان او ډېر خُدايان او مالِکان منى، ۶ خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو. ۷ خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے. ۸ خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته. ۹ خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى. ۱۰ ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟ ۱۱ نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى. ۱۲ خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ. ۱۳ په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.