۰:۰۰ / ۰:۰۰
مخکینۍ څپرکۍ

دَ يوحنا رسُول اول خط

اول باب

دَ ژوندُون نُور

۱مُونږ تاسو ته دَ ژوندُون ورکوُونکى کلام په باب کښے ليکُو چه هغه له ازل نه موجُود وو اَؤ چه مُونږ واؤريدو اَؤ مُونږ په خپلو سترګو وليدلو. مُونږ ئے ننداره وکړه اَؤ خپل لاسُونه مو پرے ولګول اَؤ مُونږ دَ دے په حقله اوس درته وايُو. ۲دا ژوند مُونږ ته ښکاره کړے شوے وو اَؤ مُونږ ليدلے دے، مُونږ ئے ګواهى کوُو. مُونږ دَ هغه تل ژوندُون چه دَ خُدائے پلار سره وو اَؤ مُونږ ته ښکاره کړے شوے دے تاسو پرے خبروُو. ۳څۀ چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى، په هغو تاسو خبروُو دَ دے دَ پاره چه تاسو راسره شراکت ولرئ اَؤ مُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ مسيح سره شراکت لرُو. ۴دا مُونږ ځکه ليکُو چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى.

خُدائے نُور دے

۵دا هغه پيغام دے چه مُونږ دَ مسيح نه واؤريدلو اَؤ تاسو پرے خبروُو چه خُدائے نُور دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ تيارۀ نِشته. ۶که چرے مُونږ په خُلے دا ووايُو چه هغۀ سره شراکت لرُو خو په تيارو کښے ګرزُو نو بيا مُونږ دروغژن يُو اَؤ په حق عمل نۀ کوُو. ۷خو که مُونږ په نُور کښے ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښے دے نو بيا مُونږ په خپلو کښے شراکت لرُو، اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى.

۸که چرے مُونږ دا ووايُو چه بے ګُناه يُو نو مُونږ خپل ځان ته دوکه ورکوُو اَؤ په مُونږ کښے رښتيا نِشته. ۹که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى. ۱۰اَؤ که چرے مُونږ دا ووايُو چه مُونږ هيڅ ګُناه نۀ ده کړے نو مُونږ خُدائے دروغژن کوُو اَؤ دَ هغۀ کلام په مُونږ کښے نِشته.

مخکینۍ څپرکۍ