چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د پاچاهانو لومړی کتاب
دولسم فصل
د شمالي قبیلو یاغیتوب
(دوهم تواریخ ۱۰:۱-۱۹)
۱ رحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راټول شوي وو چې هغه پاچا کړي. ۲ کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو. ۳ خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل: ۴ «ستاسو پلار سلیمان زمونږ سره ډېر سخت چلند کاوه او دروند بار یې په مونږ باندې ایښی ؤ. که چېرې تاسو دا بار زمونږ د اوږو نه سپک او زمونږ دپاره ژوند اسانه کړئ، نو مونږ به ستاسو خدمت کوو.» ۵ رحبعام په ځواب کې وویل: «ما ته درې ورځې وخت راکړئ چې په دې هکله فکر وکړم. بیا بېرته راشئ او زه به تاسو ته ځواب ووایم.» نو خلک لاړل.
۶ بیا رحبعام د هغو سپینږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه: «تاسو څنګه مشوره راکوئ چې دې خلکو ته څه ځواب ووایم؟» ۷ هغوی ځواب ورکړ: «که چېرې تاسو نن د دې خلکو خدمتګار شئ، د هغوی خدمت وکړئ او هغوی ته داسې ځواب ورکړئ چې خوشحاله شي، نو هغوی به تل ستاسو خدمتګاران وي.» ۸ خو رحبعام د هغو سپینږیرو مشوره ونه منله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه. ۹ د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «ستاسو مشوره څه ده؟ دې خلکو ته څه ځواب ووایم چې ما ته وایي: ‹هغه بار چې ستاسو پلار زمونږ په اوږو ایښی دی، سپک کړه؟›» ۱۰ هغو ځوانانو په ځواب کې وویل: «هغو خلکو ته داسې ځواب ورکړئ: ‹زما کوچنۍ ګوته زما د پلار د ملا څخه پنډه ده. ۱۱ زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.›»
۱۲ لکه څنګه چې رحبعام پاچا ویلي وو درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل. ۱۳ پاچا د سپینږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ. ۱۴ هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل: «زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسې په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.» ۱۵ نو په دې ډول پاچا د خلکو غوښتنه ونه منله، ځکه چې په دې کې د څښتن رضا وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ، د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.
۱۶ کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پاچا د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: «مونږ باید د داود د کورنۍ سره وفادار پاتې نه شو. هغوی زمونږ دپاره څه کړي دي؟ ای د اسراییلو خلکو، ځئ چې خپلو کورونو ته لاړ شو! پرېږدئ چې رحبعام په خپلو خلکو باندې پاچاهي وکړي.» نو اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل. ۱۷ رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پاچاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل. ۱۸ بیا رحبعام پاچا د بېګار د کارونو مسوول ادورام اسراییلیانو ته ولېږه، خو د اسراییلو خلکو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد. ۱۹ نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې یاغیتوب پیل کړ. ۲۰ کله چې د اسراییلو خلکو واورېدل چې یروبعام د مصر څخه راستون شوی دی، هغه ته یې بلنه ورکړه چې د اسراییلو غونډې ته راشي. یروبعام د هغوی بلنه ومنله او هغه یې د خپل پاچا په توګه غوره کړ. یوازې د یهودا قبیله د داود د کورنۍ سره وفاداره پاتې شوه.
رحبعام ته د شمعیه نبي خبرداری
(دوهم تواریخ ۱۱:۱-۴)
۲۱ کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېده، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راټول کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یوځل بیا تر خپل واک لاندې راولي. ۲۲ خو خدای شمعیه نبي ته وویل: ۲۳ «د یهودا پاچا یعنې د سلیمان زوی رحبعام او د یهودا او بنیامین د قبیلو ټولو خلکو ته ووایه: ۲۴ ‹د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.›» نو هغوی د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
په بیتییل او دان کې د سرو زرو سخوندران
۲۵ د اسراییلو پاچا یروبعام د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شکیم ښار ښه ودان کړ او هلته په کې اوسېده. بیا له هغه ځای څخه لاړ او د فنوعیل ښارګوټی یې هم ښه ودان کړ. ۲۶-۲۷ یروبعام په خپل زړه کې وویل: «ډېر امکان لري چې پاچاهي بېرته د داود د کورنۍ په لاس کې پرېوځي، ځکه کله چې خلک اورشلیم ته د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره د څښتن کور ته لاړ شي، کېدای شي چې هغوی رحبعام د یهودا پاچا ته وفادار شي، ما ووژني او زما په ځای هغه خپل پاچا وټاکي.» ۲۸ د خپلو مشاورانو څخه د مشورې اخیستلو وروسته پاچا د سرو زرو دوه خوسیان جوړ کړل. قوم ته یې وویل: «تاسو د ډېرې مودې راهیسې د عبادت دپاره اورشلیم ته ځئ. ای اسراییلیانو! دغه سخوندران ستاسو خدایان دي چې تاسو یې د مصر څخه راوویستلئ.» ۲۹ هغه د سرو زرو یو سخوندر په بیتییل کې او بل یې په دان کې کېښود. ۳۰ په دې کار سره قوم ګناه وکړه او هغوی به د سخوندرانو د عبادت دپاره حتی تر دان پورې تلل.
۳۱ یروبعام سیمهییز عبادتځایونه هم جوړ کړل. هغه د هر ډول خلکو څخه کاهنان وټاکل، که څه هم هغوی لاویان نه وو. ۳۲ هغه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د هغه اختر په شان چې په یهودا کې لمانځل کېده، اختر جوړ کړ. په بیتییل کې به یې د قربانۍ په ځای هغو سخوندرانو ته چې ده جوړ کړي وو، قربانۍ وړاندې کولې. همدارنګه هغه په بیتییل کې د هغو عبادتځایونو دپاره چې یې جوړ کړي وو کاهنان وټاکل. ۳۳ په دې توګه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ، یعنې هغه میاشت چې یروبعام په خپله ټاکلې وه، هغه د اسراییلیانو دپاره د اختر دود پیل کړ او د قربانۍ په هغه ځای کې یې چې هغه په بیتییل کې جوړ کړی ؤ، قربانۍ وړاندې کړې.