چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ د خدای یو نبي د څښتن په امر د یهودا څخه بیت ییل ته لاړ او کله چې هلته ورسېده، یروبعام د قربانۍ د وړاندې کولو په خاطر د قربانۍ په ځای کې ولاړ ؤ. ۲ هغه نبي د څښتن په حکم د قربانۍ د ځای په ضد وینا وکړه: «ای د قربانۍ ځایه! ای د قربانۍ ځایه! څښتن داسې وایي: یو ماشوم به د داود په کورنۍ کې پیدا شي چې نوم به یې یوشیاه وي، هغه به په تا باندې د سیمه ییزو عبادتځایونو هغه کاهنان حلال کړي چې په دې ځای کې نذرانې وړاندې کوي او د انسان هډوکي به درباندې وسوځول شي.» ۳ وروسته نبي یوه نښه وړاندې کړه، ویې ویل: «هغه نښه دا ده چې څښتن بیان کړې ده: دا د قربانۍ ځای به دوه ټوټې شي او د هغه ایرې به دباندې توی شي.»
۴ کله چې یروبعام پاچا دا واورېدل، هغه خپل لاس د قربانۍ د ځای څخه د نبي خواته وراوږد کړ او ویې ویل: «هغه ونیسئ!» خو هغه لاس چې یې د نبي خواته اوږد کړی ؤ شل شو، داسې چې هغه ونه شو کولای هغه بېرته خپل ځان ته راکش کړي. ۵ نو د هغې نښې له مخې چې د نبي له خوا د څښتن په نوم وړاندې شوې وه، د قربانۍ ځای راولوېده، دوه ټوټې شو او ایرې یې دباندې توی شوې. ۶ یروبعام پاچا نبي ته وویل: «مهرباني وکړئ زما دپاره خپل څښتن خدای ته دعا وکړئ او د هغه څخه وغواړئ چې زما لاس د پخوا په شان کړي.» نبي څښتن ته دعا وکړه او د پاچا لاس روغ شو او بېرته هماغسې شو لکه څنګه چې پخوا ؤ. ۷ پاچا نبي ته وویل: «راځئ زما سره کور ته لاړ شئ او یو څه وخورئ. زه به تاسو ته یو سوغات درکړم.» ۸ خو نبي پاچا ته په ځواب کې وویل: «که خپله نیمه پاچاهي دې هم ماته راکړې، زه به درسره لاړ نه شم. زه به دلته نه ډوډۍ وخورم او نه به اوبه وڅښم. ۹ څښتن ماته حکم کړی دی چې نه به څه شی خورم، نه به څه شی څښم او په هغې لار چې راغلی یم په هغې به بېرته خپل کور ته نه ستنېږم.» ۱۰ نو په هغې لارې چې هغه بیت ییل ته راغلی ؤ بېرته په هغې لاړ نه شو، بلکې په بله لاره لاړ.
۱۱ په هغه وخت کې په بیت ییل کې یو زوړ نبي اوسېده. د هغه زامن راغلل او هغه څه چې د یهودا نبي په هغه ورځ په بیت ییل کې کړي وو او هغه څه چې هغه یروبعام پاچا ته ویلي وو، خپل پلار ته بیان کړل. ۱۲ زوړ نبي د خپلو زامنو څخه پوښتنه وکړه: «هغه په کومه لاره لاړ؟» نو هغوی ورته هغه لاره وښودله. ۱۳ بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: «زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.» هغوی همداسې وکړل او هغه ورباندې سپور شو ۱۴ او د نبي پسې لاړ. ویې لیدل چې هغه د څېړۍ د ونې لاندې ناست دی، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته هغه نبي یې چې د یهودا څخه راغلی یې؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، زه یم.» ۱۵ زوړ نبي هغه ته وویل: «زما سره کور ته لاړ شه او ډوډۍ وخوره.» ۱۶ د یهودا نبي ځواب ورکړ: «زه نه شم کولای چې تا سره بېرته ستون شم، په دې ځای کې تا سره نه ډوډۍ خوړلی شم او نه درسره اوبه څښلی شم. ۱۷ ځکه چې څښتن ماته امر کړی دی چې دلته به نه څه شی خورې، نه به څه څښې او په هغې لارې چې راغلی یې بېرته به په هماغې لارې خپل کور ته نه ستنېږې.» ۱۸ خو هغه زوړ نبي چې د بیت ییل څخه ؤ، هغه ته وویل: «زه هم ستا په شان نبي یم او یوې فرښتې د څښتن په حکم ماته وویل: هغه د ځان سره کور ته راوله، ترڅو ډوډۍ وخوري او اوبه وڅښي.» خو زوړ نبي هغه ته دروغ وویل. ۱۹ نو د یهودا نبي د هغه سره ستون شو او د هغه په کور کې یې ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې.
۲۰ په هغه وخت کې چې هغوی په دسترخوان باندې ناست وو، هغه زوړ نبي د څښتن پیغام تر لاسه کړ. ۲۱ هغه د یهودا په نبي باندې غږ وکړ: «ستا څښتن خدای داسې وایي چې تا د هغه د حکم څخه سرغړونه کړې ده او د هغه په حکم باندې دې عمل نه دی کړی. ۲۲ ته بېرته ستون شوې او په هغه ځای کې چې ته منع شوې وې تا ډوډۍ وخوړله او اوبو دې وڅښلې. له دې امله به ستا مړی ستا د نیکونو په هدیره کې ښخ نه شي.» ۲۳ کله چې هغه د خوړلو او څښلو څخه وزګار شو، نو زوړ نبي د یهودا د نبي دپاره په خره باندې کته واچوله ۲۴ او د یهودا نبي لاړ. په لاره کې زمری ورسره مخامخ شو او هغه یې وواژه. د هغه مړی په لاره کې پروت ؤ، خر او زمری د هغه په څنګ کې ولاړ وو. ۲۵ ځینې خلک په لاره تېرېدل او په لاره کې یې مړی ولیده چې زمری یې په څنګ کې ولاړ ؤ. هغوی بیت ییل ته ورغلل او څه چې دوی لیدلي وو، خلکو ته یې وویل.
۲۶ کله چې زوړ نبي دا خبره واورېدله هغه وویل: «دا هغه نبي دی چې د څښتن د حکم څخه یې سرغړونه وکړه. نو څښتن هغه زمري ته په لاس ورکړ چې هغه وداړي او ویې وژني. لکه څنګه چې څښتن ورته ویلي وو، هغه وشول.»
۲۷ بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: «زما دپاره په خره باندې کته واچوئ.» هغوی همداسې وکړل. ۲۸ هغه روان شو او ویې لیدل چې د نبي مړی په لاره کې پروت دی او زمری او خر لا تر اوسه هم د هغه په څنګ کې ولاړ دي. زمري نه مړی خوړلی او نه یې خر داړلی ؤ. ۲۹ زوړ نبي هغه مړی راپورته کړ، هغه یې په خره باندې بار کړ او بېرته یې خپل ښار ته راوړ چې په هغه باندې ویر وکړي او ښخ یې کړي. ۳۰ زوړ نبي هغه په خپله هدیره کې ښخ کړ او هغه او د هغه زامنو ورباندې ویر کاوه ویل یې: «وای، ای زما وروره! ای زما وروره!» ۳۱ د هغه د ښخولو څخه وروسته نبي خپلو زامنو ته وویل: «کله چې زه مړ شم په هغه قبر کې مې ښخ کړئ چې هغه نبي په کې ښخ شوی دی، زما مړی د هغه د مړي په څنګ کې کېږدئ. ۳۲ ځکه هغه پیغام چې د څښتن په حکم یې د بیت ییل د قربانۍ د ځای په ضد او د هغو د سیمه ییزو عبادتځایونو په ضد چې د سامرې په ښارګوټو کې دي ویلی ؤ، هغه به په یقین سره رښتیا شي.»
۳۳ حتی له دې وروسته هم، د اسراییلو پاچا یروبعام د خپلو بدو لارو څخه ونه ګرځېده، بلکې یوځل بیا یې د سیمه ییزو عبادتځایونو دپاره د هر ډول خلکو څخه کاهنان وټاکل. هرچا چې غوښتل کاهن شي، هغه به یې وقف کاوه. ۳۴ د دې ګناه له امله د یروبعام پاچاهي پای ته ورسېدله او هغه او د هغه کورنۍ د ځمکې د مخ څخه ورکه شوه.