۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

څوارلسم باب

د يربعام د زوئ مرګ

۱ په هغه وخت کښې د يربعام بادشاه زوئ ابياه بيمار شو. ۲ يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم. ۳ هغۀ له لس غټې او څۀ نرۍ روټۍ او يو منګے شات ورکړه. د هغۀ نه تپوس وکړه چې په هلک باندې به څۀ چل کيږى.“ ۴ نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو. ۵ مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده. ۶ خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے. ۷ لاړه شه او يربعام ته ووايه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغۀ ته فرمائى چې ما ستا درجه د نورو خلقو نه اوچته کړه او زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. ۸ د داؤد اولاد نه ما بادشاهى واخستله او تا له مې درکړه. خو تۀ زما د خِدمت کوونکى داؤد په شان نۀ يې، چې هغه زما پوره تابعدار وو، زما حُکمونه يې منل او صِرف هغه څۀ يې کول چې ما ورته وئيل. ۹ تا د هغوئ نه هم لوئې ګناهونه وکړل چې کومو ستا نه مخکښې بادشاهى کوله. تا زۀ رد کړے يم او زما غصه دې راپارولې ده ځکه چې د عبادت دپاره دې بُتان او مجسمې جوړې کړې دى. ۱۰ نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى. ۱۱ ستا د خاندان هر يو کس چې په ښار کښې مړ شى نو سپى به هغه وخورى او چې څوک په مېدان کښې مړ شى نو مارغان به هغه وخورى. ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“ ۱۲ او اخياه د يربعام ښځې ته وفرمائيل، ”اوس واپس کور ته لاړه شه. چې څنګه تۀ ښار ته ورننوځې نو ستا زوئ به مړ شى. ۱۳ ټول بنى اِسرائيليان به په هغۀ ماتم وکړى او ښخ به يې کړى. صِرف دے به د يربعام د خاندان هغه کس وى چې په صحيح طريقه کفن دفن شوے وى، ځکه چې صِرف د هغۀ نه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک رضا دے. ۱۴ مالِک خُدائ په اِسرائيل باندې يو بادشاه مقرروى چې هغه به د يربعام د خاندان بادشاهى ختمه کړى او دا به هم اوس اوس وشى. ۱۵ مالِک خُدائ به د اِسرائيل مُلک له سزا ورکړى او هغه به داسې وخوځوى لکه چې په يوه وَله کښې د لوخې بوټے خوځيږى. هغه به اِسرائيل د دې ښۀ مُلک نه د بېخ نه وباسى کوم چې هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړ‌ے وو او هغوئ به د فرات سيند نه اخوا خوارۀ وارۀ کړى، ځکه چې هغوئ د اشيرې بُتانو جوړولو په وجه د هغۀ غصه راپارولې ده. ۱۶ مالِک خُدائ به اِسرائيل ځکه پرېږدى چې يربعام ګناه کړې ده او اِسرائيل يې د ګناه طرف ته بوتلى دى.“ ۱۷ د يربعام ښځه واپس تِرضاه ته لاړه. چې څنګه هغه کور ته دننه شوه نو هغه هلک مړ شو. ۱۸ ټول اِسرائيل په هغۀ پسې غم وکړو او هغه يې ښخ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو.

د يربعام مرګ

۱۹ يربعام بادشاه چې نور څۀ هم وکړل، هغۀ چې کوم جنګونه کړى وُو او چې هغۀ څنګه بادشاهى کوله نو دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۰ يربعام دوويشت کاله بادشاهى وکړه. هغه مړ شو او ښخ شو او د هغۀ زوئ ندب د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه رحُبعام

۲۱ د سليمان زوئ رحُبعام د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه، دا هغه ښار دے چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو ټولې علاقې نه خوښ کړے دے چرته چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه د عمون وه. ۲۲ د يهوداه خلقو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې ځکه راوپاروله چې د خپل پلار نيکۀ نه زياته نافرمانى يې وکړه. ۲۳ هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى. ۲۴ د دې هر څۀ نه بده خبره دا وه چې هلته سړى او ښځې وې چې د غېرو قومونو د عبادت په ځايونو کښې يې کنجرتوب کولو. د يهوداه خلقو هغه ټول حرام کارونه وکړل کوم چې هغه خلقو کول څوک چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې کله بنى اِسرائيليان په مُلک کښې مخ په وړاندې تلل. ۲۵ د رحُبعام د بادشاهۍ په پينځم کال د مِصر بادشاه سيساق په يروشلم حمله وکړه. ۲۶ هغۀ د مالِک خُدائ د کور او د محل ټولې خزانې يوړلې سره د سرو زرو هغه ډالونو چې سليمان جوړ کړى وُو. ۲۷ د دې په ځائ رحُبعام بادشاه د زېړو ډالونه جوړ کړل او د هغه آفسرانو په حواله يې کړل کوم چې د محل د دروازو څوکيداران وُو. ۲۸ هر ځل به چې بادشاه د مالِک خُدائ کور ته تلو، نو څوکيدارانو به ډالونه وړل او بيا به يې واپس د څوکيدارانو کوټې ته راوړل. ۲۹ نور هر څۀ چې رحُبعام بادشاه کړى وُو نو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۳۰ په دې ټوله موده کښې رحُبعام او يربعام د يو بل خِلاف په جنګ کښې وُو. ۳۱ رحُبعام مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ مور نعمه وه. او د رحُبعام زوئ ابياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.