۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

درېم باب

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دُعا غوښتل

۱ سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ وُو. ۲ د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوے، نو ځکه خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې قربانۍ پېش کولې. ۳ سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې. ۴ يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۵ په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته په خوب کښې څرګند شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې درکړم؟“ ۶ سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار خپل خِدمت کوونکى داؤد ته همېشه ډېره مينه ښودلې ده او هغه په خپل تعلق کښې تا سره نېک، وفادار او صادق وو. تۀ هغۀ ته خپله لويه او نۀ بدلېدونکې مينه تر اوسه پورې ښائې چې هغۀ له دې يو زوئ ورکړو کوم چې د هغۀ په ځائ نن په تخت ناست دے. ۷ مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم. ۸ زۀ دلته د هغه خلقو په مينځ کښې يم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړى دى. هغه قوم دومره لوئ دے چې د شمېر نه بهر دے. ۹ نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“ ۱۰ مالِک خُدائ د سليمان په دې غوښتنه باندې خوشحاله شو، ۱۱ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې او خپل اوږد عُمر، مالدارى او د خپل دشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے، ۱۲ نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى. ۱۳ زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې. ۱۴ او کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان زما تابعدارى کوې او زما قانون او حُکمونه پوره کوې، نو زۀ به تا له يو اوږد عُمر درکړم.“ ۱۵ سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.

د حضرت سليمان د يوې مشکلې لانجې فېصله کول

۱۶ يوه ورځ دوه کنجرې ښځې راغلې او سليمان بادشاه په مخکښې يې خپل ځانونه پېش کړل. ۱۷ هغې يوې په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ښځه او زۀ په يو کور کښې اوسيږو او چې دا کله هلته وه نو زما يو ماشوم پېدا شو. ۱۸ زما د زوئ د پېدا کېدو په درېمه ورځ د هغې هم يو ماشوم پېدا شو. په هغه کور کښې صِرف زۀ او هغه وُو او بل هيڅ څوک هم موجود نۀ وُو. ۱۹ نو يوه شپه هغه په غلطۍ سره هغې خپل ماشوم د اړخ لاندې کړو او د هغۀ ساه يې بنده کړه. ۲۰ هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو. ۲۱ په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“ ۲۲ خو هغه بلې ښځې ووئيل، ”نه، ژوندے ماشوم زما دے او دا مړ ماشوم ستا دے.“ نو هغه وړومبۍ ښځې جواب ورکړو، ”نه، مړ ماشوم ستا دے او ژوندے ماشوم زما دے.“ نو داسې هغوئ د بادشاه په وړاندې بحث شروع کړو. ۲۳ نو سليمان بادشاه وفرمائيل، ”تاسو دواړه دا دعوىٰ کوئ چې ژوندے ماشوم زما دے او مړ ماشوم زما نۀ دے.“ ۲۴ نو هغۀ وفرمائيل چې تُوره راوړه او چې کله تُوره راوړے شوه، ۲۵ نو هغۀ وفرمائيل، ”دا ژوندے ماشوم دوه ټوټې کړه او هرې يوې له نيم نيم ورکړه.“ ۲۶ د کومې مور چې زوئ ژوندے وو او زړۀ يې د زوئ د مينې نه ډک وو، نو هغې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا ماشوم مۀ وژنه او هغې له يې ورکړه.“ خو هغې بلې ښځې ووئيل، ”دا ماشوم مونږ يوې له هم مۀ راکوه او دوه ټوټې يې کړه.“ ۲۷ سليمان وفرمائيل، ”ماشوم مۀ وژنه. او هغه ښځې له يې ورکړه چې کومه وائى چې مۀ يې وژنه. هغه يې اصلى مور ده.“ ۲۸ کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.