چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ کله چې سلیمان د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ جوړونه پای ته ورسوله او هغه څه چې هغه د جوړولو پلان درلود تر سره یې کړل، ۲ څښتن د دوهم ځل دپاره هغه ته ورښکاره شو، لکه څنګه چې په جبعون کې ورته ښکاره شوی ؤ. ۳ څښتن هغه ته وویل: «ما ستا هغه زارۍ او دعا چې زما حضور ته دې کړې وې، قبولې کړې. دا کور چې تا د هغه ځای په توګه چې د تل دپاره به په کې زما عبادت کیږي جوړ کړی دی، هغه مې سپېڅلی کړ. زه به په هغه باندې خپل نظر ساتم او تل به د هغه ساتنه کوم. ۴ که چېرې ته د خپل پلار داود په شان، د زړه د اخلاصه او په صداقت سره زما خدمت وکړې او که ته زما د قوانینو څخه اطاعت وکړې او هر هغه څه چې ما درته د هغه حکم کړی دی سرته ورسوې، ۵ زه به هغه وعده پوره کړم چې ستا د پلار داود سره مې کړې وه او ویلي مې وو چې د هغه اولاده به تل ترتله په اسراییلو باندې پاچاهي وکړي. ۶ خو که چېرې تاسو یا ستاسو اولاده زما څخه پیروي کول پرېږدئ او د هغو قوانینو او حکمونو څخه سرغړونه وکړئ چې تاسو ته مې درکړي دي او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ، ۷ نو زه به خپل قوم اسراییل د هغه هېواد څخه وباسم چې هغوی ته مې ورکړی دی. همدارنګه به دا کور چې ما سپېڅلی کړی دی چې زما عبادت به په کې کیږي، پرېږدم. په هرځای کې به خلک په اسراییلو باندې ملنډې ووهي او د هغه سپکاوی به وکړي. ۸ دا د خدای کور به په یوې کنډوالې باندې بدل شي او هرڅوک چې د هغې په خوا کې تېریږي، هغه به هک پک او حیران شي. هغوی به پوښتنه کوي: څښتن ولې دې هېواد او دې کور سره داسې عمل کړی دی؟ ۹ خلک به په ځواب کې وایي: دا ځکه چې هغوی خپل څښتن خدای چې د هغوی نیکونه یې د مصر څخه راویستلي وو، پریښی دی. هغوی نور خدایان غوره کړي دي او د هغوی خدمت او عبادت کوي. له دې امله څښتن په هغوی باندې دا مصیبت راوستلی دی.»
۱۰ د شلو کالو په پای کې چې سلیمان په کې د څښتن کور او شاهي ماڼۍ جوړه کړه، ۱۱ هغه د صور پاچا حیرام ته د جلیل شل ښارګوټي ورکړل، ځکه چې حیرام هغه ته د سبر او سروې هغه ټول لرګي او همدارنګه ټول سره زر چې هغه ورڅخه غوښتي وو، تیار کړي وو. ۱۲ خو کله چې حیرام د صور څخه د هغو ښارګوټو د لیدلو دپاره ورغی چې سلیمان ورته ورکړي وو، هغه یې خوښ نه شول. ۱۳ هغه پوښتنه وکړه: «ای زما وروره، دا څه ډول ښارګوټي دي چې ماته دې راکړي دي؟» له همدې امله نوموړي ښارګوټي تر ننه پورې د بې ارزښته ښارګوټو په نوم یادیږي. ۱۴ حیرام سلیمان ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر لېږلي وو.
۱۵ سلیمان پاچا د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ د جوړولو، د اورشلیم د ختیځې خوا د ځمکې د ډکولو او د ښار د دېوال د جوړولو دپاره، همدارنګه د حاصور، مجدو او جازر د ښارونو په بیا ودانولو کې د بېګارۍ څخه کار واخیست. ۱۶ د مصر پاچا فرعون په جازر باندې حمله کړې وه، هغه یې نیولی ؤ او هغه ته یې اور اچولی ؤ. په هغه کې اوسېدونکي کنعانیان یې وژلي وو او هغه یې بیا د واده د سوغات په توګه خپلې لور، یعنې د سلیمان ښځې ته ورکړی ؤ. ۱۷ نو سلیمان جازر بیا ودان کړ. همدارنګه هغه ښکتنی بیت حورون بېرته جوړ کړ، ۱۸ بعلت او تامار چې د یهودا په صحرا کې وو، هغه یې هم بیا ودان کړل. ۱۹ سلیمان هغه ښارونه چې هلته یې خپل د غلو ګودامونه ساتل او هغه ښارونه چې د هغه د اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو، ودان کړل. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پاچاهي کوله، ودان کړل.
۲۰-۲۱ سلیمان د بېګار دپاره د کنعان د خلکو ټوله اولاده مزدوران ونیول، کوم چې د اسراییلو قوم ونه شو کولای د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې هغوی له منځه یوسي. په دې کې اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو، چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي. ۲۲ خو سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم د بېګار دپاره ونه نیوه، بلکې هغوی د هغه عسکر، درباریان، عسکري منصبداران، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو. ۲۳ همدارنګه هغوی د سلیمان د ودانۍ د جوړولو د کارونو آمران وو. پنځه سوه او پنځوسو کسانو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.
۲۴ د سلیمان ښځې چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې سلیمان د هغې دپاره جوړه کړې وه، کډه وکړه. بیا سلیمان هغه ځمکه راډکه کړه چې د اورشلیم ختیځ خواته پرته وه.
۲۵ سلیمان به په کال کې درې ځله د قربانۍ په هغه ځای کې چې د څښتن دپاره یې جوړ کړی ؤ، سوځېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کولې او ورسره به یې د څښتن په حضور کې خوشبویي سوځوله. په دې توګه سلیمان د خدای د کور کار پای ته ورساوه.
۲۶ همدارنګه سلیمان پاچا په عصیون جابر کې چې د ادوم په سیمه کې ایلت ته نژدې د سرې بحیرې په غاړه ؤ، کشتۍ ګانې جوړې کړې. ۲۷ حیرام خپل خلک یعنې هغه کشتیوانان چې د بحیرې سره بلد وو، ولېږل چې په کشتۍ ګانو کې د سلیمان د کسانو سره کار وکړي. ۲۸ هغوی په کشتۍ ګانو کې اوفیر ته سفر وکړ او د څوارلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان پاچا ته وسپارل.