د پطروس رسول لومړی لیک

دوهم فصل

قیمتي تیږه او غوره شوی قوم

۱نو بیا د هر ډول بدۍ، غولونې، منافقت، بخیلتوب او بدو خبرو نه لاس واخلئ. ۲د نویو زېږېدلو ماشومانو په شان د سوچه روحاني شیدو غوښتونکي اوسئ، ترڅو د هغو په څښلو سره په خلاصون کې لوی شئ. ۳ځکه چې تاسو خپله د څښتن د مهربانۍ خوند څکلی دی.

۴نو بیا د هغه خواته راشئ چې د ژوندۍ تیږې په شان دی چې خلکو رد کړی دی، خو د خدای په نظر کې غوره او قیمتي دی. ۵تاسو هم لکه د ژوندیو تیږو په شان یئ چې خدای درڅخه د خپل روحاني کور په جوړولو کې کار اخلي. هلته به تاسو د سپېڅلو کاهنانو په توګه خدمت کوئ او د عیسی مسیح په وسیله به هغه روحاني قربانۍ وړاندې کوئ چې خدای ته د منلو وړ وي. ۶ځکه چې د خدای کلام وایي:

ګورئ، زه په صهیون کې د بنیاد غوره شوې او قیمتي تیږه ږدم،

او هرڅوک چې په هغه ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.

۷نو ستاسو دپاره چې ایمان لرئ، دا تیږه ډېره ارزښتناکه ده. خو د بې‌ایمانانو په اړه د خدای کلام وایي:

کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۸او همدارنګه:

هغه داسې تیږه ده چې د خلکو د ښویېدلو سبب کیږي او یوه داسې تیږه ده چې هغوی به ورباندې رالویږي.

هغوی به رالویږي، ځکه چې د هغوی په قسمت کې همداسې ؤ، په دې خاطر هغوی د خدای کلام نه مني.

۹خو تاسو د خدای غوره شوي خلک، شاهي کاهنان، سپېڅلی ملت او د خدای قوم یئ، ترڅو د هغه لوړ صفتونه چې د تیارې څخه یې خپلې حیرانوونکې او ځلېدونکې رڼا ته راوبللئ، بیان کړئ. ۱۰پخوا تاسو د خدای قوم نه وئ، خو اوس د خدای قوم یئ. یو وخت په تاسو باندې رحمت نه کېده، خو اوس درباندې وشو.

۱۱ګرانو دوستانو! زه تاسو ته چې په دې نړۍ کې پردي او مهاجر یئ، زاري کوم چې د نفساني غوښتنو څخه چې تل ستاسو د روح سره په جګړه کې دي، ځانونه وساتئ. ۱۲د بې‌ایمانه خلکو په منځ کې خپل چلند نېک ساتئ. که څه هم هغوی په تاسو باندې تور لګوي چې تاسو بدکاره یئ، خو ستاسو د نېکو کارونو په لیدلو به هغوی د اخرت په ورځ د خدای ستاینه کوي.

د اختیار د خاوندانو تابع اوسئ

۱۳د څښتن په خاطر د هر هغه چا تابع اوسئ چې د واک خاوند وي، که هغه پاچا وي چې د ټولو نه لوړ مقام لري، ۱۴او یا هغه والیان چې د پاچا له خوا ټاکل شوي دي چې مجرمانو ته سزا او نېکو خلکو ته عزت ورکوي. ۱۵ځکه چې دا د خدای رضا ده چې تاسو په خپلو نېکو کارونو د ناپوهو خلکو د خبرو مخه ونیسئ. ۱۶د ازادو خلکو په توګه ژوند وکړئ، خو د دې ازادۍ څخه باید د خپلو بدیو د پټولو دپاره کار وانخلئ، بلکې د خدای د خدمتګارانو په شان ژوند وکړئ. ۱۷د ټولو خلکو درناوی کوئ، د ایماندارانو سره مینه کوئ، د خدای څخه وېرېږئ او د پاچا درناوی کوئ.

د مسیح د کړاوونو مثال

۱۸ای غلامانو! په ډېر درناوي سره د خپلو بادارانو تابع اوسئ، نه یوازې د مهربانه او ښه خوی لرونکو بادارانو، بلکې د بد‌خویه بادارنو هم. ۱۹ځکه که چېرې څوک په ناحقه دردونه او کړاوونه وزغمي او پوهیږي چې په دې کې د خدای رضا ده، نو خدای به ورته برکت ورکړي. ۲۰خو که چېرې تاسو کوم بد کار وکړئ او د هغې په خاطر وهل وخورئ او هغه وزغمئ، نو په دې کې به ستاسو دپاره څه اجر وي؟ خو بیا که چېرې تاسو ښه کارونه وکړئ او په بدل کې یې کړاو ووینئ او هغه وزغمئ، نو خدای به درته د هغې برکتونه درکړي. ۲۱د همدې دپاره خدای تاسو رابللي یئ، ځکه چې مسیح هم ستاسو په خاطر دردونه او کړاوونه وزغمل او تاسو ته یې یو مثال پرېښود، ترڅو د هغه په قدم پل کېږدئ. ۲۲هغه هېڅ ګناه ونه کړه او نه یې چا د خولې نه غولوونکې خبرې واورېدلې. ۲۳کله چې هغه ته ښکنځلې کېدلې، نو بېرته به یې د ښکنځلو په بدل کې ځواب نه ورکاوه. کله چې به هغه د خلکو له خوا ځورول کېده، نو ګواښونه به یې ورته نه کول، بلکې خپل ځان یې هغه چاته سپاره چې د انصاف له مخې قضاوت کوي. ۲۴مسیح په خپله زمونږ د ګناهونو بار په خپلو اوږو واخیست او هغه یې صلیب ته یووړ، ترڅو مونږ د ګناه نه خلاص شو او د عدالت دپاره ژوند وکړو. د هغه د ټپونو له امله مونږ شفا وموندله. ۲۵تاسو د هغو پسونو په شان وئ چې لاره یې ورکه کړې وه، خو اوس بېرته خپل شپون او ساتونکي ته راستانه شوي یئ.