۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

پينځلسم باب

د عماليقيانو خِلاف جنګ

۱ سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. ۲ دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه. ۳ اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“ ۴ بيا ساؤل خپل لښکر راغونډ کړو او په طلائم کښې يې وشمېرلو. دوه لاکه بنى اِسرائيل فوجيان وُو او لس زره د يهوداه قبيلې فوجيان وُو. ۵ بيا هغه او د هغۀ سړى عماليقى ښار ته لاړل او په يو وادۍ کښې يې ورته لاره ونيوله. ۶ هغۀ قينيانو له خبردارے ولېږلو چې، ”د عماليقيانو نه لاړ شئ نو چې داسې زۀ تاسو د هغوئ سره نۀ تباه کوم، ځکه چې تاسو په هغه وخت کښې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې مِهربانه شوئ کله چې هغوئ د مِصر نه راوتل.“ نو قينيان د عماليقيانو نه لاړل. ۷ ساؤل عماليقيانو له شکست ورکړو، د مِصر نمرخاتۀ طرف ته، د حويله نه تر شور پورې ورسره وجنګېدل، ۸ هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل. ۹ خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.

ساؤل بادشاه نامنظوره کېدل

۱۰ بيا د مالِک خُدائ پېغام سموئيل ته راغلو، ۱۱ ”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله. ۱۲ په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو. ۱۳ سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“ ۱۴ سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”نو زۀ ولې د څاروو او ګډو رمباړى اورم؟“ ۱۵ ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“ ۱۶ سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“ ۱۷ سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې، ۱۸ او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې. ۱۹ نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“ ۲۰ ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل. ۲۱ خو زما سړو چې کومې ښې ګډې او څاروى نيولى وُو هغه يې ونۀ وژل، په ځائ د دې يې هغه دلته جِلجال ته راوستل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى.“ ۲۲ سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى. ۲۳ د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“ ۲۴ ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله. ۲۵ خو اوس زۀ تا ته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او واپس زما سره لاړ شه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړم.“ ۲۶ سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“ ۲۷ نو سموئيل د تلو دپاره راوګرځېدو، خو ساؤل هغه د چُوغې نه ونيولو او چُوغه وشلېده. ۲۸ سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے. ۲۹ د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“ ۳۰ ساؤل جواب ورکړو، ”ما ګناه کړې ده. خو کم از کم زما د خپلو خلقو د مشرانو او بنى اِسرائيلو په مخکښې زما عزت وکړه. ما سره واپس لاړ شه نو چې زۀ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک عبادت وکړم.“ ۳۱ نو سموئيل د هغۀ سره واپس لاړو او ساؤل د مالِک خُدائ عبادت وکړو. ۳۲ سموئيل حُکم وکړو، ”د عماليقيانو بادشاه اجاج ما له دلته راولئ.“ اجاج هغۀ له ښۀ زړَور راغلو، خيال يې دا وو چې بچ به شى. ۳۳ سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بې‌اولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بې‌اولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو. ۳۴ بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. ۳۵ چې ترڅو پورې سموئيل ژوندے وو، نو هغۀ بيا هيڅکله ساؤل ونۀ ليدو، خو سموئيل ورباندې غمژن وو. مالِک خُدائ په دې پښېمانه وو چې ساؤل يې په بنى اِسرائيلو باندې بادشاه جوړ کړے وو.