د اول سموییل کتاب

دېرشم فصل

د عمالیقیانو په خلاف جګړه

۱ داود او د هغه کس په درېمه ورځ صقلغ ته ورسېدل. هغه وخت چې هغوی هلته نه وو، عمالیقیانو د یهودا په جنوب او صقلغ باندې حمله کړې وه. صقلغ یې سوځولی ؤ ۲ او ښځې او کوچنیان یې د اسیرانو په توګه د ځان سره بیولي وو، خو څوک یې وژلي نه وو. ۳ کله چې داود او د هغه کس صقلغ ته راورسېدل دوی پوه شول چې ښار سوځېدلی دی او د هغوی ښځې، زامن او لورګانې اسیران شوي دي. ۴ نو داود او د هغه نفرو په لوړ اواز سره تر هغې پورې وژړل چې په هغوی کې نور د دې توان پاتې نه شو چې وژاړي. ۵ حتی د داود دوه ښځې، یزرعیلي اخینوعم او د کرملي نابال کونډه ابیجایل هم اسیرې شوې وې.

۶ داود ډېر زیات پرېشانه شو، ځکه چې د هغه نفرو د هغه د سنګسارولو خبرې کولې. هغوی د خپلو ماشومانو د لاسه ورکولو له امله ډېر په قهر وو. خو داود د خپل څښتن خدای څخه د زړه قوت لاسته راوړ. ۷ بیا داود د اخیملک زوی ابیاتار کاهن ته وویل: «سپېڅلی پېشبند ماته راوړه» او ابیاتار دا کار وکړ. ۸ داود د څښتن څخه پوښتنه وکړه: «ایا زه د هغو یرغلګرو پسې ورشم؟ او هغوی ته به ورسېږم؟»

څښتن ځواب ورکړ: «ورپسې ورشه! ته به په یقین سره هغوی ته ورسېږې او اسیران به ازاد کړې.»

۹ نو داود او د هغه شپږ سوه نفره روان شول. کله چې هغوی د بسور خوړ ته ورسېدل، نو د دوی څخه ځینې هلته پاتې شول. ۱۰ داود د څلور سوه نفرو سره تعقیبولو ته دوام ورکړ. نور دوه سوه نفره دومره ستړي شوي وو چې ویې نه شو کولای د هغه خوړ څخه تېر شي، نو دوی شاته پاتې شول.

۱۱ د داود نفرو یو مصري سړی په صحرا کې پیدا کړ او هغه یې داود ته راوست. هغه ته یې یو څه خواړه او اوبه ورکړل، ۱۲ همدارنګه یې د انځرو د کلچې څخه یوه ټوټه او د ممیزو دوه کلچې ورکړې. وروسته له دې چې هغه یې وخوړلې هغه بېرته قوي شو، ځکه چې هغه درې ورځې او درې شپې نه څه خوړلي وو او نه څه څښلي وو. ۱۳ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ستا بادار څوک دی او د کوم ځای یې؟»

هغه ځوان ځواب ورکړ: «زه مصری یم او د یوه عمالیقي غلام یم. درې ورځې کیږي چې ناروغ شوی یم، په دې خاطر خپل بادار پرېښودم. ۱۴ مونږ د کریتیانو په علاقه، د یهودا په جنوبي برخه او د کالیب په سیمه باندې حمله وکړه او همدارنګه مونږ د صقلغ ښار وسوځاوه.»

۱۵ داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته به ما د هغو یرغلګرو پورې ورسوې؟»

هغه ځواب ورکړ: «ماته د خدای په نوم باندې قسم وخوره چې ته به مې نه وژنې او نه به مې خپل بادار ته په لاس کې ورکوې، نو زه به تا هغوی ته ورسوم.» ۱۶ نو دغه مصري داود هغوی ته ورساوه. یرغلګران په هرځای کې خپاره شوي وو او د هغه ډېر لوی غنیمت له امله چې د فلسطین او یهودا څخه یې نیولی ؤ، خوړل یې او څښل یې او جشن یې نیولی ؤ. ۱۷ په راتلونکې ورځ د لمرخاته څخه مخکې داود په هغوی باندې حمله وکړه او تر ماښامه پورې یې جنګ وکړ. بې له هغو څلور سوه ځوانانو چې په اوښانو باندې سپاره شول او وتښتېدل بل هېڅ یو ورڅخه په تېښته بریالی نه شو. ۱۸ داود ټول شیان چې عمالیقیانو وړي وو، وژغورل چې په هغو کې د هغه دوه ښځې هم شاملې وې. ۱۹ هېڅوک نه ؤ ورک شوی، نه ځوان او نه زوړ، نه زامن او نه لورګانې او نه هغه شیان چې عمالیقیانو د خپلو ځانونو دپاره د غنیمت په توګه نیولي وو. داود هرڅه بېرته تر لاسه کړل. ۲۰ همدارنګه داود د عمالیقیانو ټولې رمې او پادې واخیستلې او د هغه نفرو دا د نورو څارویو په مخکې بیول او ویل یې: «دا د داود غنیمت دی!»

۲۱ نو بیا داود هغو دوه سوه نفرو ته ورغی چې له ډېرې ستومانۍ څخه یې نه شو کولای چې په هغه پسې لاړ شي او د بسور په خوړ کې د هغه څخه شاته پاتې شوي وو. هغوی د داود او د هغو خلکو هرکلي ته ووتل چې د هغه سره وو. څنګه چې داود او د هغه کس ورنژدې شول هغه د هغوی سره روغبړ او د احوال پوښتنه وکړه. ۲۲ خو ځینو بدو او بېکاره سړیو چې د داود سره تللي وو وویل: «دوی زمونږ سره لاړ نه شول، نو مونږ به د غنیمت څخه دوی ته هېڅ ورنه کړو. دوی کولای شي چې خپلې ښځې او ماشومان واخلي او لاړ شي.»

۲۳ خو داود ځواب ورکړ: «ای زما ورونو! د هغه شیانو سره چې څښتن مونږ ته راکړي دي داسې کار نه شئ کولای! څښتن مونږ سلامت وساتلو او په یرغلګرو باندې یې مونږ ته بری راکړ. ۲۴ څوک په دې هکله ستاسو سره موافق نه دي. د هغه سړي برخه به چې د سامانونو سره پاتې کیږي د هغه چا د برخې سره برابره وي چې جنګ ته ځي. د ټولو برخې به یو برابر وي.» ۲۵ داود دا یو قانون وټاکه او د هغه وخت نه تر نن ورځې پورې په اسراییلو کې د هغه څخه پیروي کیږي.

۲۶ کله چې داود صقلغ ته ستون شو، هغه د غنیمت یوه برخه خپلو ملګرو ته چې د یهودا سپین ږیري وو د دې پیغام سره ولېږله: «دا د هغه غنیمت یوه برخه ده چې مونږ د څښتن د دښمنانو څخه نیولی ؤ ستاسو دپاره سوغات دی.» ۲۷ هغه دا سوغاتونه هغو خلکو ته چې په بیت ییل، د یهودا د جنوب په راموت کې او هغو خلکو ته چې د یتیر، ۲۸ عروعیر، سفموت، اشتموع، ۲۹ او د راکال په ښارونو کې وو او هغو ښارونو ته چې د یرحمییلیانو او د قینیانو خېلونه په کې اوسېدل، ولېږل. ۳۰ همدارنګه یې هغو خلکو ته چې د حرما، بورعاشان او عتاق په ښارونو کې وو ۳۱ او د حبرون خلکو ته یې هم ولېږل. په دې توګه داود دا سوغاتونه ټولو هغو ځایونو ته ولېږل چې هغه او د هغه سړي په کې ګرځېدلي وو.