تیموتاوس ته د پولوس رسول لومړی لیک

درېم فصل

د کلیسا د مشرانو وړتیاوې

۱دا خبره رښتیا ده چې که چېرې څوک غواړي د کلیسا مشر شي، نو هغه د عزت کار غواړي. ۲له دې امله د کلیسا مشر باید د ملامتیا نه پاک وي، یوازې یوه ښځه ولري، هوښیار وي، په خپل نفس باندې واک ولري، شریف او مېلمه‌پال وي او د تعلیم ورکولو توان ولري. ۳هغه باید شرابي او جګړه‌مار نه، بلکې نرم مزاجه وي، جنجالي نه وي او د پیسو سره مینه ونه لري. ۴هغه باید خپله کورنۍ په ښه توګه اداره کړي او خپلو اولادونه ته داسې روزنه ورکړي چې په ډېر درناوي سره د هغه منونکي اوسي. ۵ځکه که چېرې څوک نه پوهیږي چې خپله کورنۍ څنګه اداره کړي، نو هغه به څنګه وکولای شي چې د خدای په کلیسا باندې پام وکړي؟ ۶هغه باید نوی ایماندار نه وي، ځکه کېدای شي چې مغرور شي او د شیطان په شان محکوم وګرځول شي. ۷برسېره پر‌دې، هغه باید د کلیسا نه دباندې خلکو کې نېک نوم ولري، ترڅو سپک او رسوا نه شي او د شیطان په دام کې ونه لویږي.

د کلیسا د خادمانو وړتیاوې

۸همدارنګه د کلیسا خادمان باید عزتمن خلک وي، دوه‌ژبي او دوه‌مخي نه وي، ډېر شراب دې ونه څښي او د پیسو حرص ورسره نه وي. ۹هغوی باید په پاک وجدان سره د ایمان راز وساتي. ۱۰هغوی دې اول وازمایل شي او که چېرې هغوی بې‌عیبه ثابت شي، نو بیا یې پرېږدئ چې د خادم په توګه خدمت وکړي. ۱۱همدارنګه د هغوی ښځې هم باید عزتمنې وي، غیبت دې نه کوي، بلکې هوښیارې او په هر کار کې وفادارې اوسي. ۱۲خادم دې یوازې د یوې ښځې خاوند وي او خپل اولادونه او خپله کورنۍ باید په ښه توګه اداره کړي. ۱۳ځکه کوم کسان چې د کلیسا د خادمانو په توګه کار کوي، هغوی به د خپلو ځانونو دپاره لوړ مقام تر‌لاسه کړي او په هغه ایمان کې چې په عیسی مسیح باندې یې لري ډېره زړه ورتیا تر‌لاسه کړي.

د ایمان تر ټولو لوی راز

۱۴زه په دې هیله یم چې زر تاته درشم، خو بیاهم تاته دا شیان لیکم. ۱۵که چېرې زما په راتګ کې ځنډ رامنځته شي، نو ته به په دې لیک سره پوه شئ چې خلک د خدای په کورنۍ کې چې د ژوندي خدای کلیسا او د رښتینولۍ پایه او بنیاد دی، څنګه چلند وکړي. ۱۶دا ټولو ته څرګنده ده چې زمونږ د دیندارۍ راز څومره لوی دی:

هغه ښکاره شو د انسان په شکل

په وسیله د روح القدس

د هغه رښتینولي شوله ثابته

هغه ولیدل شو د فرښتو له خوا

اعلان وشو د هغه په هکله ټولو قومونو ته

په دنیا کې خلکو راوړ په هغه باندې ایمان

او هغه یووړل شو پورته په جلال کې