۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

يوولسم باب

د سمعياه پېشګوئې

۱ کله چې رحُبعام بادشاه يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين د قبيلو نه يو سل او اتيا زره تکړه فوجيان راغونډ کړل. د هغۀ اراده دا وه چې جنګ له لاړ شى او د بنى اِسرائيلو په شمالى قبيلو باندې خپل اختيار بيا بحال کړى. ۲ خو د مالِک خُدائ کلام په سمعياه پېغمبر نازل شو چې، ۳ رحُبعام بادشاه او د يهوداه او بنيامين قبيلو ټولو خلقو له دا پېغام ورکړى، ۴ ”په خپلو بنى اِسرائيلو باندې حمله مۀ کوئ. ټول کورونو ته لاړ شئ. چې څۀ شوى دى هغه زما مرضى وه.“ نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او د يربعام خِلاف جنګ له لا نۀ ړل.

د رحُبعام د ښارونو نه دېوالونه تاوول

۵ رحُبعام په يروشلم کښې پاتې شو او د يهوداه او بنيامين دې ښارونو نه يې پاخۀ دېوالونه تاو کړل: ۶ بيت‌لحم، ايتام، تقوع، ۷ بيت‌صور، شوکو، عدولام، ۸ جات، مريسه، زيف، ۹ ادورائيم، لکيس، عزيقه، ۱۰ صُرعا، ايالون او حبرون. ۱۱ هغۀ د دې ښارونو نه ښۀ پاخۀ دېوالونه تاو کړل او په هر يو باندې يې يو فوجى مشر مقرر کړو او د هر يو دپاره يې د خوراک، زيتُونو تېلو او ميو بندوبست وکړو، ۱۲ او ډالونه او نېزې يې پرې کېښودې. نو داسې هغۀ يهوداه او بنيامين د خپل قابو لاندې وساتل.

د اِمامانو او ليويانو يهوداه له راتلل

۱۳ د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل. ۱۴ ليويانو د څرن زمکې او خپل جائيدادونه پرېښودل او يهوداه او يروشلم ته لاړل، ځکه چې د اِسرائيل بادشاه يربعام او د هغۀ زامنو هغوئ دې ته نۀ پرېښودل چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. ۱۵ يربعام خپل اِمامان مقرر کړل چې هغوئ په علاقائى عبادتخانو کښې خِدمت کوى چې هلته د هغه چېلو او سخو په شکل د بُتانو عبادت کوى چې کوم هغۀ جوړ کړى وُو. ۱۶ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه کومو خلقو چې د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت کول غوښتل نو هغوئ ليويانو پسې يروشلم ته لاړل، د دې دپاره چې هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نذرانې پېش کړى. ۱۷ نو په دې باندې د يهوداه بادشاهى مضبوطه شوه او درې کاله يې د سليمان د زوئ رحُبعام ملګرتيا کوله او هغوئ هم هغه شان ژوند تېرولو لکه څنګه چې د داؤد بادشاه او سليمان بادشاه د حکومت لاندې وُو.

د رحُبعام خاندان

۱۸ رحُبعام محلت وادۀ کړه، چې د هغې پلار د داؤد زوئ يريموت وو او د هغۀ مور ابى‌خېل وه، چې د اِلياب لور او د يَسى نمسۍ وه. ۱۹ د هغوئ درې زامن وُو، يعوس، سمرياه او زهم. ۲۰ وروستو هغۀ معکه وادۀ کړه چې د ابى‌سلوم لور وه او د هغوئ څلور زامن وُو، ابياه، عتى، زيزا او سلوميت. ۲۱ د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله، ۲۲ او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى. ۲۳ رحُبعام د هوښيارتيا نه دومره کار واخستو چې خپل زامن يې د يهوداه او بنيامين د پَخو دېوالونو په ټولو ښارونو کښې مقرر کړل. هغوئ له يې ښۀ ډېر خوراک ورکړو او هغوئ هر يو ته يې ښى ډېرې ښځې وادۀ کړې.