۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

څوارلسم باب

د آسا بادشاه حبشيانو له شکست ورکول

۱ ابياه بادشاه مړ شو او د داؤد د ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو. د هغۀ زوئ آسا د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو، هغه وطن لس کاله د آسا د بادشاهۍ لاندې په امن کښې وو. ۲ د آسا نه مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک خوشحاله وو، ځکه چې هغه کار يې کولو چې کوم ښۀ او صحيح وو. ۳ هغۀ د پردو خلقو قربان‌ګاه او علاقائى عبادتخانې لرې کړې، د کاڼو پاکې ستنې يې ماتې کړې او د اشيرې د بُت نښې يې راوغورزولې. ۴ هغۀ د يهوداه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ په مرضۍ کار کوى، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے او د هغۀ حُکمونه او تعليمات منى. ۵ هغۀ د يهوداه د هر يو ښار نه علاقائى عبادتخانې د خوشبويۍ سوزولو ټولې قربان‌ګاه ختمې کړې، نو په دې وجه د هغۀ د بادشاهۍ لاندې حکومت په امن کښې وو. ۶ هغۀ په خپل وخت کښې د يهوداه د ښارونو نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل او تر ډېرې مودې پورې هلته جنګ نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له امن ورکړے وو. ۷ هغۀ د يهوداه خلقو ته وفرمائيل، ”راځئ چې ښارونه د دېوالونو، برجونو، دروازو او سيخونو لګولو په ذريعه مضبوط کړُو. دا مُلک ځکه زمونږ په قابو کښې دے چې مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک مرضى پوره کړې ده. هغۀ مونږ محفوظ کړى يُو او په هر لحاظ يې زمونږ حِفاظت کړے دے.“ نو هغوئ دا جوړ کړل او کامياب شول. ۸ د آسا بادشاه سره د يهوداه قبيلې د درې لاکو سړو يو لښکر وو، چې د هغوئ سره ډالونه او نېزې وې، د بنيامين قبيلې نه ورسره د دوو لاکو او اتيا زره سړو، چې ډالونه او نېزې ورسره وې. دا ټول تکړه جنګيالى وُو. ۹ د ايتهوپيا بادشاه زارح د لسو لاکو سړو د لښکر او د درېو سوو جنګى ګاډو سره په يهوداه حمله وکړه او د مريسه پورې وړاندې لاړو. ۱۰ آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل. ۱۱ آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“ ۱۲ کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو. نو د ايتهوپيا خلق وتښتېدل، ۱۳ او آسا او د هغۀ فوجيان تر جرار پورې په هغوئ پسې وُو. او دومره ډېر د ايتهوپيا خلق وژلے شوى وُو چې هغوئ د جنګ دپاره بيا نۀ شول راغونډېدلے. هغوئ د مالِک خُدائ او د هغۀ د لښکر نه شکست خوړلے وو او د يهوداه لښکر ډېر زيات مالِ غنيمت يوړو. ۱۴ بيا هغوئ د جرار نه ګېرچاپېره علاقه کښې ښارونه تباه کړل، ځکه چې د هغه ځائ خلق د مالِک خُدائ نه سخت يرېدلى وُو. نو لښکر هغه ټول ښارونه لوټ کړل او ډېر زيات مالِ غنيمت يې يوړو. ۱۵ هغوئ د شپانو په کېمپونو هم حمله وکړه او ډيرې زياتې ګډې او اوښان يې بوتلل. بيا هغوئ يروشلم ته راواپس شول.