۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

نولسم باب

د يو پېغمبر يهوسفط رټل

۱ د يهوداه، يهوسفط بادشاه په يروشلم کښې په خېر سره خپل محل ته واپس راغلو. ۲ د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده. ۳ خو بيا هم، په تا کښې څۀ خوبۍ هم شته دے. تا د اشيرې بُت ټولې نښې ورانې کړې چې خلقو د هغې عبادت کولو او تا د خُدائ پاک د طلب کلکه اراده کړې وه.“

د يهوسفط د لانجو هوارولو دپاره قاضيان مقررول

۴ اګر چې يهوسفط په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به هر وخت په جنوب کښې د بيرسبع نه واخله په شمال کښې د غرونو مُلک اِفرائيم تر غاړې پورې سفر کولو، دا د دې دپاره چې خلق مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک ته واپس راوغواړى. ۵ هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې قاضيان مقرر کړل ۶ او هغوئ ته يې دا اصُول وښودل، ”په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، تاسو به د خلقو د خوښې په مطابق فېصلې نۀ کوئ، بلکې د مالِک خُدائ په مرضۍ به کار کوئ او چې کله تاسو يوه فېصله کوئ نو مالِک خُدائ به ستاسو مل وى. ۷ د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“ ۸ يهوسفط په يروشلم کښې ليويان، اِمامان او د ښار څۀ مشران اوسېدونکى قاضيان مقرر کړل، چې د مالِک خُدائ دپاره فېصلې کوى، او د يروشلم د اوسېدونکو لانجې هواروى. ۹ هغۀ هغوئ ته دا اصُول وښودل، ”تاسو به خپلې ذمه وارۍ خامخا د مالِک خُدائ په يره کښې او په وفادارۍ او د زړۀ د اخلاصه ادا کوئ. ۱۰ کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ. ۱۱ د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“