۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

دوويشتم باب

د يهوداه بادشاه اخزياه

۱ څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو. ۲ اخزياه د دوويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او يو کال يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عتلياه وه چې د عُمرى بادشاه نمسۍ وه. ۳ اخزياه د اخى‌اب د خاندان په نقش قدم باندې روان وو، ځکه چې د هغۀ مور عتلياه هغۀ ته بدې لارې ښودلې. ۴ هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ځکه چې د هغۀ د پلار د مرګ نه پس د اخى‌اب د خاندان نور کسان د هغۀ مشيران شول او هغه يې د تباهۍ طرف ته بوتلو. ۵ د هغوئ په مشورو يې عمل کولو کله چې د شام بادشاه حِزائيل خِلاف يې په يو جنګ کښې د اِسرائيل د بادشاه يورام ملګرتيا وکړه. لښکرې په رامات‌جِلعاد کښې په جنګ شوې او يورام په جنګ کښې زخمى شو. ۶ هغه د يزرعيل ښار ته ځکه راواپس شو چې د هغۀ زخمونه روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو. ۷ خُدائ پاک د يورام دا ملاقات د اخزياه د تباهۍ سبب وګرځولو. هغه او يورام، ياهُو زوئ د نِمسى سره مِلاوېدو دپاره راوتل، کوم چې مالِک خُدائ د اخى‌اب شاهى خاندان د تباه کولو دپاره خوښ کړے وو. ۸ کله چې ياهُو د اخى‌اب په شاهى خاندان باندې د خُدائ پاک سزا راوستله، نو هغه د يهوداه د قبيلې يو څو مشرانو او د اخزياه خپلوانو سره مِلاو شو چې هغوئ د اخزياه سره روان وُو نو ياهُو هغوئ ټول ووژل. ۹ اخزياه ولټولے شو او هغه په سامريه کښې پټ وو او هلته پېدا شو. هغوئ هغه ياهُو ته بوتلو او وې وژلو. خو هغوئ د هغۀ لاش د هغۀ نيکۀ يهوسفط بادشاه د عزت په وجه ښخ کړو، ځکه يهوسفط د مالِک خُدائ د خِدمت دپاره هر څۀ کړى وُو. نو د اخزياه د خاندان داسې يو کس هم پاتې نۀ شو چې هغۀ بادشاهى کړے وے.

د يهوداه مَلِکه عتلياه

۱۰ څنګه چې د اخزياه بادشاه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې دا حُکم ورکړو چې د يهوداه د شاهى خاندان مکمل کسان دې ووژلے شى. ۱۱ د اخزياه يوه ناسکه خور يهوسبع وه، د هغې وادۀ د يهويدع اِمام سره شوے وو. هغې په پټه باندې د اخزياه يو زوئ يوآس بچ کړو، هغه يې د هغه نورو شهزادګانو نه يوړو کوم چې قتل کېدونکے وو او هغه او د هغۀ خِدمتګاره يې پټ کړل او د اودۀ کېدو په يوه کوټه کښې د هغوئ خيال ساتلو. نو داسې يهوسبع د هغۀ د پټ ساتلو په وجه باندې هغه د عتلياه د لاسه د مرګ نه بچ کړو. ۱۲ تر شپږو کالو پورې هغه هلته پټ وو کله چې عتلياه د مَلِکه په توګه بادشاهى کوله.