د دوهم تواریخ کتاب

اووه ویشتم فصل

د یهودا پاچا یوتام

(دوهم پاچاهان ۱۵: ۳۲ - ۳۸)

۱ یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه. ۲ یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان یې د څښتن کور ته په ننوتلو سره ګناه نه کوله. خو بیاهم خلکو خپلو بدو رواجونو ته دوام ورکړ.

۳ دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه او د ښار په هغه دېوال باندې یې ډېر کار وکړ چې د اورشلیم د عوفل په سیمه کې ؤ. ۴ هغه د یهودا په غرونو کې ښارونه ودان کړل او په ځنګلونو کې یې کلاوې او د څارنې برجونه جوړ کړل. ۵ هغه د عمون د پاچا او د هغه لښکر په ضد جګړه وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه. عمونیانو د درېو کالو دپاره په هر کال کې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر، زر ټنه غنم او زر ټنه اوربشې باج ورکاوه. ۶ یوتام قوي شو، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت کاوه. ۷ د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې، د هغه جګړې او کړنلارې ټولې د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوې دي. ۸ یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. ۹ یوتام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای‎ پاچا شو.