د دوهم تواریخ کتاب

دري دېرشم فصل

د یهودا پاچا منسي

(دوهم پاچاهان ۲۱: ۱ - ۹)

۱ منسي دولس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې پنځه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. ۲ منسي د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د هغو قومونو د ناوړه دودونو څخه پیروي وکړه چې څښتن د خپل قوم د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۳ منسي د عبادت هغه سیمه ییز ځایونه بېرته جوړ کړل چې د هغه پلار حزقیا وران کړي وو. هغه د بعل دپاره د قربانۍ ځایونه او د اشیره بتان جوړ کړل او د ستورو عبادت یې کاوه. ۴ هغه په اورشلیم کې د څښتن په کور کې د نورو خدایانو دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل چې د هغو په اړه څښتن ویلي وو: «په دې ځای کې باید تل زما عبادت وشي.» ۵ هغه د څښتن د کور په دواړو حوېلیو کې ستورو ته د عبادت دپاره د قربانۍ ځایونه جوړ کړل. ۶ هغه خپل زامن د بن هنوم په دره کې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کړل. هغه به فالونه کتل او جادوګري به یې کوله او د مړو د ارواحګانو او جادوګرانو سره به یې مشورې کولې. هغه د څښتن په وړاندې ډېره لویه ګناه وکړه او د هغه قهر یې راوپاراوه. ۷ منسي یو بت چې جوړ کړی یې ؤ د خدای په کور کې یعنې په هغه ځای کې کېښود چې د هغه په اړه خدای داود او د هغه زوی سلیمان ته داسې ویلي وو: «دلته په اورشلیم کې په دې کور کې دا هغه ځای دی چې ما د اسراییلو د دولسو قبیلو د ټولې سیمې څخه غوره کړی دی چې تل به په کې زما عبادت کیږي. ۸ که چېرې د اسراییلو قوم زما ټول حکمونه ومني او د هغه ټول شریعت څخه پیروي وکړي چې موسی هغوی ته ورکړی دی، نو زه به پرېنږدم چې هغوی د هغه وطن څخه وشړل شي چې ما د هغوی نیکونو ته ورکړی ؤ.» ۹ منسي د یهودا او د اورشلیم په خلکو باندې د هغو څخه هم لویه ګناه وکړه چې هغو قومونو کړې وه چې څښتن هغه هېواد ته د اسراییلو د قوم د وړاندې تګ سره سم تباه کړي وو.

منسي توبه وباسي

۱۰ که څه هم څښتن منسي او د هغه خلکو ته خبرداری ورکړ، خو هغوی ورته غوږ نه نیوه. ۱۱ نو څښتن د آشوریانو د لښکر قوماندانان پرېښودل چې په یهودا باندې حمله وکړي. هغوی منسي ونیوه، په هغه کې چنګکونه واچول، په برنجي زنځیرونو یې وتړلو او بابل ته یې یووړ. ۱۲ هغه د خپلې ستونزې په وخت کې خپل ځان د خپلو نیکونو د خدای په وړاندېډېر عاجز کړ، خپل څښتن خدای ته یې رجوع وکړه او د مرستې دپاره یې ورته زارۍ وکړې. ۱۳ خدای د منسي دعا واورېدله او قبوله یې کړه او هغه یې پرېښود چې بېرته اورشلیم ته لاړ شي او بیا هلته پاچاهي وکړي. بیا د منسي باور راغی چې څښتن یوازینی خدای دی.

۱۴ له هغې وروسته منسي د بیروني دېوال لوړوالی چې د داود د ښار ختیځ خواته ؤ، زیات کړ. دا برخه له هغې درې څخه نیولې چې د جیحون د چینې لوېدیځ خواته وه په شمال کې د ماهي له دروازې او د ښار تر هغه سیمې پورې غزېدلې وه چې د عوفل په نوم یادېدله. هغه د یهودا هر قوي شوي ښار ته عسکري قوماندانان هم وټاکل. ۱۵ پردي خدایان او مجسمه یې د خدای د کور څخه لېرې کړه او د قربانۍ هغه ټول ځایونه چې په اورشلیم او د خدای د کور په غونډۍ کې یې جوړ کړي وو، دا ټول شیان یې له ښاره دباندې وغورځول. ۱۶ هغه د قربانۍ هغه ځای هم بېرته جوړ کړ چې د څښتن عبادت په کې کېده او په هغه باندې یې د سلامتۍ او د شکرګزارۍ نذرانې وړاندې کړې. هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي. ۱۷ که څه هم خلکو د عبادت په سیمه ییزو ځایونو کې د قربانیو وړاندې کولو ته دوام ورکړ، خو هغوی هغه یوازې څښتن ته وړاندې کولې.

د منسي د پاچاهۍ پای

(دوهم پاچاهان ۲۱: ۱۷ - ۱۸)

۱۸ منسي چې نور څه کړي وو، هغه دعا چې هغه خپل خدای ته وکړه او د هغو نبیانو پیغامونه چې د هغه سره یې د اسراییلو د څښتن خدای په نوم خبرې وکړې، دا ټول د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۹ د پاچا دعا او د هغې قبلول د خدای د خوا نه، د هغو ګناهونو حساب چې هغه د توبې ویستلو څخه مخکې کړی ؤ، هغه بد کارونه چې هغه وکړل، بتخانې او د اشیره بتان چې هغه جوړ کړل او هغه بتان چې هغه یې عبادت کاوه، دا ټول د نبیانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۰ منسي مړ شو او په خپلې ماڼۍ کې ښخ شو او د هغه زوی آمون د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا آمون

(دوهم پاچاهان ۲۱: ۱۹ - ۲۶)

۲۱ آمون دوه ویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او دوه کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۲۲ هغه د خپل پلار منسي په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د هغو بتانو عبادت یې وکړ او قربانۍ ګانې یې ورته وړاندې کړې چې د هغه پلار جوړ کړي وو. ۲۳ خو امون خپل ځان د څښتن په وړاندې عاجز نه کړ، لکه څنګه چې د هغه پلار منسي عاجز کړی ؤ، بلکې هغه نور هم ګناهکار شو.

۲۴ د آمون درباریانو د هغه په مقابل کې دسیسه جوړه کړه او هغه یې په خپلې ماڼۍ کې په قتل ورساوه. ۲۵ د یهودا خلکو د آمون ټول قاتلان ووژل او د هغه زوی یوشیا یې د هغه په ځای پاچا کړ.