۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

د تواريخ دوېم کِتاب

شپږ دېرشم باب

د يهوداه بادشاه يهوآخز

۱ د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او په يروشلم کښې يې بادشاه جوړ کړو. ۲ يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او درې مياشتې يې په يروشلم بادشاهى وکړه. ۳ د مِصر بادشاه نِکوه هغه قېدى کړو او د يهوداه خلق يې دې ته مجبور کړل چې درې زره او څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول ورکوى. ۴ نِکوه اِلياقيم د يهوداه بادشاه جوړ کړو چې هغه د يهوآخز ورور وو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه يهوآخز مِصر ته بوتلے وو.

د يهوداه بادشاه يهويقيم

۵ يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. هغۀ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه وکړه. ۶ د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه، يهويقيم يې ونيولو او بابل ته يې په زنځيرونو کښې بوتلو. ۷ نبوکدنضر د مالِک خُدائ د کور څۀ خزانې يوړې او په بابل کښې يې په خپل محل کښې کېښودې. ۸ يهويقيم چې هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغۀ د خرابو رسمونو او چې هغۀ کوم حرام کارونه کړى وُو، هغه د اِسرائيل او د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. نو د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د يهوداه بادشاه يهوياکين

۹ يهوياکين د اتلسو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم درې مياشتې او لس ورځې بادشاهى وکړه. هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۱۰ کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.

د يهوداه بادشاه صدقياه

۱۱ صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه. ۱۲ هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د يرمياه پېغمبر خبرې يې په عاجزۍ سره وانۀ ورېدلې، چا چې د مالِک خُدائ خبرې کولې.

د يروشلم تباهى

۱۳ صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله. ۱۴ د دې نه علاوه، د يهوداه لار ښوونکى اِمامان او خلق د بُتانو په عبادت کښې د هغوئ نه ګېرچاپېره ګناهګارو قومونو په نقش قدم باندې روان وُو او د هغوئ په شان حرام کارونه يې وکړل، هغوئ د مالِک خُدائ هغه کور ناپاک کړو کوم چې مالِک خُدائ په خپله مقدس کړے وو. ۱۵ مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د خپلو خلقو د خبردارى دپاره پېغمبران رالېږل، ځکه چې خُدائ پاک غوښتل چې هغوئ او خپل کور بچ کړى. ۱۶ خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه. ۱۷ نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل. ۱۸ د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل. ۱۹ هغۀ د مالِک خُدائ کور او ښار، سره د دې ټولو محلونو او دولت وسوزولو او د ښار دېوال يې راوغورزولو. ۲۰ هغۀ ټول ژوندى پاتې کسان بابل ته بوتلل، چرته چې هغوئ او د هغوئ اولاد تر هغې پورې د نوکرانو په توګه د هغۀ خِدمت کولو چې د فارس حکومت را اوچت شوے نۀ وو. ۲۱ د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“

د خورس بنى اِسرائيلو له د واپس کېدو حُکم ورکول

۲۲ د فارس د خورس بادشاه د بادشاهۍ په وړومبى کال مالِک خُدائ هغه څۀ رښتيا کړل چې څۀ يې د يرمياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو. هغۀ د خورس حوصله افزائى وکړه چې دا حُکم جارى کړى او د خط په شکل کښې د هغۀ د بادشاهۍ هر ځائ ته ولېږلے شى او بيان شى: ۲۳ ”دا د فارس د خورس بادشاه حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمان خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران جوړ کړے يم او ما له يې دا ذمه وارى راکړې ده چې د هغۀ دپاره د يروشلم په يهوداه کښې يو کور جوړ کړم، نو تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک خلق يئ، هلته ځئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.“

بل څپرکۍ