د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

دولسم باب

د پولوس رسول رويا او مکاشفه

۱ ما ته فخر کول ضرورى دى، اګر کۀ دا فائده مند نۀ دى خو زۀ به د مالِک د روياګانو او د مکاشفې ذکر وکړم. ۲ زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده. ۳ او زۀ خبر يم چې دا سړے په وجود کښې يا بې له وجوده وو، هغه ترې زۀ خبر نۀ يم خو خُدائ پاک خبر دے، چې ۴ آسمان ته اوچت کړے شو، او داسې خبرې يې واورېدلې چې د هغې وئيل ناممکنه دى او انسان ته د هغه خبرو بيانول ناروا دى. ۵ زۀ به په داسې سړى خو فخر کوم خو په خپل ځان به بغېر د خپلو کمزوريانو نه فخر ونۀ کړم. ۶ خو کۀ زۀ فخر کول هم غواړم نو بې‌وقوفه به نۀ يم ځکه چې زۀ به رښتيا وايم، خو بيا هم نۀ وايم ځکه چې څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى څنګه چې مې وينى يا له ما نه اورى. ۷ او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو، چې زۀ فخر ونۀ کړم. ۸ د دې په حقله ما مالِک ته درې ځله سوال زارى وکړه چې دا تکليف زما نه لرې کړى. ۹ خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى.“ نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى. ۱۰ په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بې‌عزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.

د پولوس رسول د کورنتيانو د جماعت په حق کښې اندېښنه

۱۱ زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم. ۱۲ د رښتينى رسول نښې ستاسو په وړاندې ما په ډېر صبر سره په نښو او په معجزو او عجيبه کارونو ښکاره کړې. ۱۳ تاسو په کومه خبره کښې د نورو جماعتونو نه کم وئ بې له دې چې ما په خپله په تاسو بوج وانۀ چولو؟ زما دا غلطى معاف کړئ. ۱۴ ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى. ۱۵ زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟ ۱۶ دا خبره ټيک ده چې ما په تاسو بوج وانۀ چولو، خو ځينى دا سوچ کوى چې زۀ چالاک يم او تاسو مې په ټګۍ راګېر کړى يئ. ۱۷ نو بيا څوک چې ما تاسو ته درولېږل نو ولې ما د هغوئ په وسيله تاسو سره څۀ دوکه کړې ده څۀ؟ ۱۸ ما تيطوس ته مِنت وکړو چې هغه لاړ شى او هغۀ سره مې يو ورور درولېږلو، خو تيطوس ولې تاسو سره دوکه ونۀ کړه څۀ؟ ولې مونږ دواړه په يو روح کښې نۀ يُو؟ ولې مونږ د يو بل په نقش قدم نۀ يُو روان څۀ؟ ۱۹ کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو. ۲۰ ځکه چې زۀ يرېږم، هسې نه چې کله زۀ درشم او تاسو چې څنګه غواړم هغه شان مو ونۀ مومم، او څنګه چې تاسو نۀ غواړئ ما هغه شان ومومئ، زۀ يرېږم چې په تاسو کښې جګړه، کينه، غصه، خود غرضى، بده وينا، غېبتونه، ډوزې او فساد نۀ وى. ۲۱ په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.