۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

ديارلسم باب

آخرى خبرے اَؤ سلامُونه

۱دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. ”دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.“ ۲لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو، هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم. ۳ځکه چه تاسو دَ دے ثبُوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى. هغه تاسو دَ پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى. ۴هو، هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو.

۵تاسو خپل ځانُونه وآزميئ چه په ايمان يئ يا نه، دَ ځانُونو جاج واخلئ. آيا تاسو په خپل باب کښے په دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيسىٰ په تاسو کښے دے، ګنى تاسو مقبُول نۀ يئ؟ ۶خو زَۀ اُميد لرم چه تاسو به ئے معلُومه کړئ چه مُونږ خو نا مقبُوله نۀ يُو. ۷اَؤ مُونږ دَ خُدائے نه دُعا غواړُو چه تاسو څۀ بدى ونۀ کړئ دَ دے دَ پاره نه چه مُونږ مقبُول ښکاريږُو بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو نيکى وکړئ، اګر که مُونږ نا مقبُول هم شُو. ۸ځکه چه مُونږ دَ حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو تش دَ حق دَ خاطره. ۹نو مُونږ خوشحاله يُو چه مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زورَور يئ اَؤ دا دُعا هم کوُو چه تاسو کامل شئ. ۱۰زَۀ دا خبرے په غير حاضرئ کښے دَ دے دَ پاره ليکم چه هلته درشم نو دَ هغه اِختيار په مُطابق سختى ونۀ کړم کُوم اِختيار چه مالِک ما ته ستاسو دَ جوړولو دَ پاره راکړے دے، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره.

۱۱نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.

۱۲اَؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ. ۱۳ټول پاکان تاسو ته سلام وائى.

۱۴دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ دَ خُدائے مينه اَؤ دَ رُوحُ القُدس شراکت دِ تاسو ټولو سره وى.

بل څپرکۍ