قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

درېم فصل

د نوي لوظ خدمتګاران

۱ایا مونږ یوځل بیا د خپلو ځانونو صفت کول پیل کړي دي؟ ایا لکه د نورو په شان ستاسو له خوا او یا ستاسو دپاره د سپارښتنې لیکونو ته اړتیا لرو؟ ۲تاسو په خپله زمونږ دپاره د سپارښتنې لیک یئ چې زمونږ په زړونو کې لیکل شوی دی چې ټول خلک هغه ولولي او ورباندې پوه شي. ۳تاسو دا وښودله چې تاسو یو لیک یئ چې مسیح هغه لیکلی دی او زمونږ په وسیله لېږل شوی دی. دا لیک په قلم او رنګ باندې نه دی لیکل شوی، بلکې د ژوندي خدای په روح لیکل شوی دی. هغه د تیږو په لوحو او تختو باندې نه دی لیکل شوی، بلکې د انسان په زړونو باندې لیکل شوی دی.

۴مونږ دا وایو ځکه چې مونږ د مسیح په وسیله په خدای باندې باور لرو. ۵په خپل ځان کې دا توان او وړتیا نه وینو چې دعوه وکړو چې مونږ د داسې کار وړتیا لرو. بلکې زمونږ لیاقت او وړتیا د خدای له خوا ده ۶او هغه مونږ د دې وړ وګاڼه چې د نوي لوظ خدمتګاران اوسو. دا لوظ کوم لیکل شوی قانون نه دی، بلکې د خدای د روح له خوا دی، ځکه چې لیکل شوی شریعت د مرګ سبب کیږي، خو روح القدس ژوند ورکوي.

۷که چېرې هغه شریعت چې د تیږو په لوحو باندې لیکل شوی ؤ او د مرګ سبب کېده، هغه د داسې جلال سره پیل شو چې د اسراییلو خلکو د هغې رڼا له امله چې د موسی په مخ باندې ځلېدله، نه شو کولای چې د هغه څېرې ته وګوري. که څه هم هغه رڼا ورو ورو خړه پړه کېدله. ۸که چېرې شریعت چې کار یې د مرګ رامنځته کول دي، داسې شان او شوکت درلود، نو د خدای د روح کار به څومره زیات شان او شوکت ولري. ۹ځکه که چېرې هغه خدمت چې خلک یې محکومول، داسې شان او شوکت درلود، نو هغه خدمت چې زمونږ د عادل کېدلو سبب کیږي، هغه به څومره زیات شان او شوکت ولري. ۱۰په حقیقت کې مخکیني جلال خپله ځلا د موجوده ډېر لوی جلال په وړاندې له لاسه ورکړې ده. ۱۱که چېرې هغه څه چې فناکېدونکي وو، داسې جلال یې درلود، نو هغه څه چې تلپاتې دي، هغه به څومره زیات جلال ولري؟

۱۲څرنګه چې مونږ داسې هیله لرو، نو په ډېرې زړورتیا سره خبرې کوو. ۱۳مونږ د موسی په شان نه یو چې په خپل مخ باندې به یې پرده اچوله، ترڅو د اسراییلو خلک هغه زر تېرېدونکی جلال ونه ویني. ۱۴خو په حقیقت کې د هغوی ذهنونه داسې بند او تړل شوي وو چې تر نن ورځې پورې کله چې هغوی زړه لوظنامه لولي، نو هماغه پرده ورباندې پرته ده، ځکه دا پرده یوازې د مسیح په وسیله لېرې کیږي. ۱۵حتی تر نن ورځې پورې کله چې د موسی تورات لوستل کیږي، نو د هغوی په ذهنونو باندې پرده پرته وي. ۱۶خو هرڅوک چې څښتن ته رجوع وکړي، نو هغه پرده لېرې کیږي. ۱۷نو څښتن روح دی او په هر ځای کې چې د څښتن روح وي، هلته ازادي ده. ۱۸نو مونږ ټول په لوڅو مخونو باندې د څښتن جلال ښکاره کوو او ورو ورو د هغه په زیاتیدونکي جلال کې د هغه په شکل بدلیږو او دا د څښتن یعنې روح القدس کار دی.