۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

شپږم باب

۱اَؤ مُونږ چه دَ خُدائے په کار کښے شريک يُو، دا خواست کوُو چه دَ خُدائے کُوم فضل چه تاسو قبُول کړے دے، هغه عبث مه ګڼئ. ۲څنګه چه هغه په خپله فرمائى : 

”ما دَ خپل فضل په وخت ستاسو واؤريدل

اَؤ دَ خلاصُون په ورځ مے ستاسو مدد وکړو.“

ګورئ دَ قبليدو وخت اوس راغلے دے، ګورئ دا دَ خلاصُون ورځ ده!

۳دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خدمت ضائع نۀ شى نو مُونږ په هيڅ خبره کښے دَ تيندک خوړلو موقع نۀ ورکوُو، ۴بلکه دَ خُدائے دَ خادمانو په شان په هره خبره کښے خپل ځان ښکاره کوُو، يعنے ډير په صبر، په مُصيبت، په حاجتمندئ اَؤ په تنګسياؤ، ۵په کروړو خوړلو، په قيد، په ګړبړ، په محنت، په شوګيرو، په لوږه، ۶په پاکئ، په عِلم، په زغم، په مهربانئ، په رُوحُ القُدس، په بے ريا مينه، ۷په حق کلام سره، دَ خُدائے په قُدرت، دَ صداقت په وسلو چه حمله کوى اَؤ دفاع کوى، ۸په عزت اَؤ بے عزتئ، دَ بدنامئ اَؤ نيکنامئ په وسيله، اګر که ګُمراه کوُونکى معلُوميږُو خو بيا هم رښتينى يُو، ۹نامعلُوم يُو خو بيا هم مشهُور يُو، مړ کيدُونکى يُو خو ګورئ ژوندى يُو، وهل خوړُونکى يُو خو مړۀ کيږُو نه، ۱۰غمژن يُو خو تل خوشحاله اوسُو، غريبان يُو خو ډير خلق غنيان کوُو، خواران يُو خو بيا هم هر څۀ لرُو.

۱۱اَئے کورنتيانو! مُونږ ستاسو سره صفا خبرے وکړلے اَؤ مُونږ تاسو ټولو ته خپل زړُونه پرانستلى دى ۱۲زمُونږ زړُونه تنګ نۀ دى خو ستاسو زړُونه تنګ دى. ۱۳لکه څۀ رنګ چه پلار خپلو بچو ته وائى نو تاسو هم په بدل کښے مُونږ ته خپل زړُونه پرانزئ.

دَ ژوندى خُدائے کور

۱۴څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى، دَ هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. دَ صداقت اَؤ ناصداقت په خپلو کښے څۀ تعلق؟ بيا دَ رڼا اَؤ تيارے دَ يو بل سره څۀ کار؟ ۱۵آيا مسيح دَ شيطان سره اِتفاق کولے شى يا يو ايماندار دَ يو بے ايمان سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟ ۱۶آيا دَ خُدائے کور دَ بُتانو سره څۀ جوړښت لرى؟ ولے چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے کور يُو لکه چه خُدائے په خپله فرمائى چه : 

”زَۀ به په هغوئ کښے اوسم اَؤ په هغوئ کښے به ګرزم،

اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما خلق وى.“

۱۷دے دَ پاره مالِک وائى چه : 

”دَ هغوئ نه راوزئ اَؤ هغوئ پريږدئ

اَؤ ناپاکو څيزُونو ته لاس مه وروړئ،

نو زَۀ به تاسو قبُول کړم.

۱۸اَؤ زَۀ به ستاسو پلار يم اَؤ تاسو به زما زامن لُوڼه يئ،

دا دَ مالِک قادر مُطلق وينا ده.“