۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

اتم فصل

سخاوت کول

۱ اوس ای خویندو او ورونو! مونږ غواړو چې تاسو د خدای د هغه فضل نه خبر شئ چې د مقدونیې په کلیساګانو باندې شوی دی. ۲ که څه هم هغوی د ډېرو ستونزو له امله چې ورسره مخ شوي دي، ازمایل شوي دي او ډېر غریبان وو، خو بیاهم هغوی په ډېرې خوشحالۍ سره ډېر زیات سخاوت وکړ. ۳ ځکه چې زه شاهدي ورکوم هغوی چې څومره کولای شول او حتی د خپل توان نه یې هم زیات په خپله خوښه ورکړل. ۴ هغوی مونږ ته سختې زارۍ وکړلې چې غواړي د اورشلیم د ایماندارانو سره په مرسته کولو کې شریک شي. ۵ دا زمونږ د توقع او هیلې نه زیات وو، ځکه چې هغوی لومړی خپل ځانونه څښتن ته او بیا یې د خدای د ارادې له مخې مونږ ته وسپارل. ۶ نو ځکه مونږ د تیتوس نه وغوښتل لکه څنګه چې هغه دا کار پیل کړی ؤ، نو په همدې ډول دې په تاسو کې دا د خیر کار پوره کړي. ۷ خو لکه څنګه چې تاسو په هرڅه کې یعنې په ایمان، په خبرو، په پوهه، په ټولو شیانو کي په لېوالتیا او زمونږ سره د مینې په لرلو کې مخکې یئ، نو مونږ غواړو چې تاسو د فضل او خیر په دې کار کې هم مخکې اوسئ.

۸ زه دا تاسو ته د یو حکم په توګه نه وایم، بلکې غواړم چې ستاسو د مینې رښتینولي د نورو د لېوالتیا سره د پرتله کولو دپاره وازمایم. ۹ تاسو زمونږ د څښتن عیسی مسیح د فضل نه خبر یئ. که څه هم هغه شتمن ؤ، خو ستاسو په خاطر هغه غریب شو، ترڅو تاسو د هغه د غریبۍ په وسیله شتمن شئ.

۱۰ نو زه په دې هکله تاسو ته نصیحت کوم، ځکه چې دا ستاسو په ګټه دی: تېر کال چې تاسو کوم کار پیل کړی، هغه اوس تر‌سره کړئ. یوازې دا نه چې تاسو په ورکړه کې لومړی وئ، بلکې تاسو هم لېوالتیا لرله چې هغه سرته ورسوئ. ۱۱ نو کوم کار چې مو پیل کړی دی هغه سرته ورسوئ او د خپلې لېوالتیا له مخې څه چې اوس لرئ د هغو په وسیله دا کار وکړئ. ۱۲ ځکه که چېرې څوک لېوالتیا لري چې کوم څه ورکړي، نو د هغه هدیه به د خدای له خوا قبوله شي. البته څوک چې دومره څه ولري چې ورکولای یې شي، که هغه کم وي یا زیات، خو څه چې لري د هغې یوه برخه دې ورکړي.

۱۳‏-۱۴ زه نه غواړم چې په تاسو باندې په بار اچولو سره نور خلک ارام شي، بلکې غواړم څه چې اوس تاسو سره پرېمانه دي، هغو خلکو ته یې ورکړئ چې محتاج دي. ترڅو کله چې تاسو محتاج شئ، نو هغوی سره چې کوم څه پرېمانه دي تاسو ته یې درکړي. په دې ډول به برابري رامنځته شي. ۱۵ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

چا چې زیات راټول کړي دي، نو د هغه سره ډېر زیات نه وو او چا چې لږ راټول کړي وو، نو د هغه سره لږ نه وو.

د پولوس له خوا تیتوس او د هغه ملګري ته سپارښتنه

۱۶ د خدای شکر دی چې هغه د تیتوس په زړه کې هماغه شوق او علاقه پیدا کړې ده چې مونږ یې ستاسو دپاره لرو. ۱۷ هغه نه یوازې دا چې زمونږ غوښتنه یې ومنله چې یوځل بیا تاسو سره وویني، بلکې په خپله یې لېوالتیا لرله چې لاړ شي او تاسو سره وویني. ۱۸ د هغه سره مونږ هغه ورور درلېږو چې په ټولو کلیساګانو کې د زیري په رسولو کې مشهور دی. ۱۹ برسېره‌پردې، هغه د کلیساګانو له خوا ټاکل شوی دی چې زمونږ سره د مالي مرستو د رسولو په کار کې زمونږ سره په سفر کې ملګرتیا وکړي، د دې دپاره چې خپله څښتن ته جلال ورکړو او د مرستې دپاره خپله لېوالتیا ښکاره کړو. ۲۰ مونږ د دې سخاوتمندانه مرستې د راټولولو او وېشلو څارنه کوو، ترڅو څوک په مونږ باندې نیوکه ونه کړي. ۲۱ زمونږ مقصد دا دی چې هغه څه وکړو چې یوازې د څښتن په نظر کې نه بلکې د خلکو په نظر کې هم سم وي.

۲۲ مونږ د هغوی سره خپل بل ورور چې څو څو ځلې مو ازمایلی دی او په ډېرو شیانو کې مونږ ته د هغه لېوالتیا او جدي‌توب معلوم شوی دی، درلېږو. اوس هغه د هغه زیات باور له امله چې په تاسو یې لري، د بل هر وخت نه زیات غواړي چې مرسته وکړي. ۲۳ خو د تیتوس په هکله باید ووایم چې ستاسو سره د مرستې په خاطر زما ملګری او همکار دی. همدارنګه د نورو ایماندارانو په هکله چې راځي باید ووایم چې هغوی د کلیساګانو استازي دي او مسیح ته جلال ورکوي. ۲۴ نو خپله مینه هغوی ته ثابته کړئ او وښایئ چې ټولې کلیساګانې یې وویني چې مونږ په تاسو باندې بېځایه ویاړ نه کوو.