۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

اَتم باب

په مرضئ سره ورکول

۱زما ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دَ خُدائے دَ هغه فضل خبر درکوُو کُوم چه په مِکدونيه کښے په جماعتُونو باندے وشو. ۲سره دَ دے چه په لوئے مُصيبت اَؤ په آزميښت کښے دَ هغوئ خوشحالى زياته شوه اَؤ باوجُود دَ دے چه ډير غريبان وُو، هغوئ دَ زړۀ دَ اِخلاصه ډيره چنده ورکړله. ۳اَؤ زَۀ ګواهى ورکوم چه هغوئ دَ خپل وس په مُطابق نه، بلکه دَ وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل. ۴اَؤ دَ دے خيرات اَؤ دَ پاکانو دَ خدمت دَ شراکت په باب کښے ئے ډير په زارو مُونږ ته خواست وکړو. ۵اَؤ هغوئ زمُونږ دَ اُميد نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړُونه ئے اول مالِک ته اَؤ بيا دَ خُدائے په مرضئ مُونږ ته وسپارل. ۶دَ دے دَ پاره مُونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه، هم هغه شان دِ په تاسو کښے دَ خيرات دغه کار هم پُوره کړى. ۷نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے، دَ ايمان اَؤ کلام اَؤ عِلم اَؤ جوش اَؤ هغه مينه چه تاسو مُونږ سره لرله، په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان دَ خيرات په دے کار کښے هم وړاندے شئ. ۸زَۀ دَ حُکم په طور نۀ وايم بلکه دَ دے دَ پاره وايم چه دَ نورو دَ جوش دَ مِثال ورکولو سره ستاسو دَ مينے رښتينوالے وآزمئيم. ۹ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو، دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ.

۱۰اَؤ زَۀ په دے باب کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو دَ پاره ښه ده، دَ پاره دَ دے چه تير کال تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه دَ هغے په اِراده کښے هم وړُومبى وئ، ۱۱نو بيا دا کار پُوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په اِراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان دَ وس په مُطابق ئے پُوره هم کړئ. ۱۲ځکه چه که نيت وى نو خُدائے چنده دَ هغے په مُطابق قبلوى څۀ چه دَ سړى سره وى، نۀ چه دَ هغے په مُطابق چه دَ هغۀ سره نۀ وى. ۱۳داسے خبره نۀ ده چه دَ نورو بوج کم شى اَؤ ستاسو زيات، بايد چه يووالے وى.

۱۴چُونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اَؤ تاسو دَ هغوئ کمے پُوره کولے شئ، اَؤ کله چه دَ هغوئ سره زيات شى اَؤ تاسو سره کم، نو هغوئ به ستاسو کمے پُوره کولے شى، اَؤ دغه شان به يووالے قائم ساتلے شى. ۱۵لکه چه صحيفے وائى چه : 

”چا چه ډير جمع کړل دَ هغۀ څۀ زيات نۀ وُو

اَؤ چا چه کم جمع کړل دَ هغه څۀ کم نۀ وُو.“

تيطوس اَؤ دَ هغۀ ملګرى

۱۶دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ دَ تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو دَ پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے ده. ۱۷نۀ تش دا چه تيطوس زمُونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله مرضئ زمُونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى. ۱۸دَ هغۀ سره مُونږ خپل هغه ورور درليږُو دَ چا تعريف دَ زيرى له کبله په ټولو جماعتُونو کښے کيږى. ۱۹اَؤ نۀ صرف دا بلکه هغه دَ جماعتُونو له خوا نه دَ دے چندے په رسولو کښے زمُونږ دَ سفر ملګرے مُقرر شو، اَؤ مُونږ دا خدمت ځکه وکړو چه دَ مالِک جلال اَؤ زمُونږ شوق ښکاره شى. ۲۰اَؤ مُونږ دَ هغه لوئے چندے په باب کښے چه خدمت کوُو، خپل ځانُونه ساتُو چه څوک په مُونږ اِعتراض ونۀ کړى. ۲۱ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.

۲۲اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے. ۲۳که څوک دَ تيطوس په باب کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اَؤ ستاسو دَ پاره زما دَ خدمت ملګرے دے. که چرے زمُونږ دَ نورو ورُوڼو په باب تپوس وشى نو هغوئ دَ جماعتُونو اَستازى اَؤ دَ مسيح جلال دى. ۲۴نو بيا خپله مينه ورته وښايئ چه ټول جماعتُونه ووينى چه مُونږ په تاسو بے فائدے فخر نۀ کوُو.