د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

اتم باب

سخاوت کول

۱ زما وروڼو او خوېندو، مونږ غواړو چې تاسو د خُدائ پاک د هغه فضل په حقله خبر شئ کوم چې د مِکدونيه جماعتونو ته ورکړے شو. ۲ د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو. ۳ ځکه زۀ دا ګواهى ورکوم چې هغوئ د خپل وس په مطابق نه، بلکې د خپل وس نه يې هم زيات په خپله خوښه ورکړل. ۴ هغوئ مونږ ته ډېر مِنت وکړو چې، مونږ هم مقدسينو ته د خېرات ورکولو د خِدمت په فضل کښې شريک کړئ. ۵ خو هغوئ زمونږ د اُميد نه زياته ورکړه وکړه، بلکې خپل زړونه يې اول مالِک ته او بيا يې د خُدائ پاک په مرضۍ مونږ ته وسپارل. ۶ د دې دپاره مونږ تيطوس ته مِنت وکړو لکه څنګه چې هغۀ دا کار شروع کړے وو، هم هغه شان دې په تاسو کښې هم د خېرات دغه کار پوره کړے شى. ۷ نو لکه څنګه چې تاسو په هره خبره کښې، د ايمان او کلام او عِلم او جوش او هغه مينه چې ستاسو مونږ سره ده، په هغې کښې وړاندې شوى يئ نو مونږ غواړو چې تاسو هم هغه شان د خېرات په دې کار کښې هم وړاندې شئ. ۸ زۀ د حُکم په طور دا نۀ وايم بلکې د دې دپاره چې زۀ د نورو د جوش مقابل کښې ستاسو د مينې رښتينوالے وآزمائيم. ۹ ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ. ۱۰ نو زۀ په دې باب کښې تاسو ته زما نصيحت کوم چې ستاسو دپاره به دا ښۀ وى، چې هغه کار تر سره کړئ کوم چې مو يو کال مخکښې شروع کړے وو. تير کال تاسو په ورکړه کښې د ټولو نه اول وئ، او دا هم تاسو وئ چې دا کار مو اول شروع کړو. ۱۱ نو اوس دا کار پوره هم کړئ. لکه څنګه چې تاسو اراده کښې چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق يې پوره هم کړئ. ۱۲ ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى. ۱۳ زما مطلب دا نۀ دے چې د نورو بوج دې کم شى او ستاسو دې زيات شى، بلکې په کار دے چې دا برابر وى. ۱۴ دې وخت تاسو سره زيات څۀ دى دا به د هغوئ ضرورت پوره کړى، او کله چې د هغوئ سره زيات شى، نو هغوئ به ستاسو ضرورت پوره کړى، او دغه شان به تاسو کښې برابرے قائم وى. ۱۵ لکه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه.“

تيطوس او د هغۀ ملګرى

۱۶ خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ د تيطوس په زړۀ کښې ستاسو دپاره هم زما په شان سرګرمى پېدا کړې ده. ۱۷ ځکه چې هغۀ نۀ تش زمونږ خواست ومنلو بلکې هغه د مخکښې نه د زياتې سرګرمۍ سره په خپله مرضۍ تاسو ته درروان دے. ۱۸ د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درلېږُو څوک چې په ټولو جماعتونو کښې د زيرى د پېغام ورکولو دپاره مشهور دے. ۱۹ او نۀ صرف دا بلکې هغه د جماعتونو له خوا نه د دې چندې د رسولو په خِدمت کښې زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو، او مونږ دا خِدمت ځکه وکړُو چې د مالِک جلال او زمونږ سرګرمى ښکاره شى. ۲۰ مونږ په شريکه د دې لوئې هديې د ساتلو خِدمت کوُو د دې دپاره چې په مونږ څوک هم څۀ قسم اِلزام ونۀ لګوى. ۲۱ نو مونږ ځکه ډېر کوشش کوُو چې داسې منصوبه جوړه کړُو چې هغه نۀ صرف د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وى بلکې چې د خلقو په نظر کښې هم ښۀ وى. ۲۲ او مونږ د هغوئ سره خپل بل ورور درلېږو څوک چې مونږ څو ځله وآزمائيلو او په ډېرو خبرو کښې مونږ ته سرګرم ښکاره شو، خو اوس هغه نور هم سرګرم دے ځکه چې هغه په تاسو ډېر باور کوى. ۲۳ کۀ څوک د تيطوس په حقله تپوس وکړى نو هغه ما سره په شريکه ستاسو په خِدمت کښې زما ملګرے دے. او زمونږ د نورو وروڼو په حقله، هغوئ د جماعتونو د طرفه لېږلے شوى دى او مسيح ته جلال ورکوى. ۲۴ نو په دې وجه خپله مينه ورته ثابته کړى چې ټول جماعتونه دا ووينى چې مونږ په تاسو بې‌ځايه فخر نۀ کوُو.