د پاچاهانو دوهم کتاب

دیارلسم فصل

د اسراییلو پاچا یهواخاز

۱ په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په درویشتم کال د ییهو زوی یهواخاز د اسراییلو پاچا شو. یهواخاز په سامره کې اوولس کاله پاچاهي وکړه ۲ او د څښتن په وړاندې یې ګناه وکړه. هغه هېڅکله د یروبعام هغه لاره پرېنښودله چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلې وه. ۳ څښتن په اسراییلو باندې په قهر شو، نو هغه د سوریې پاچا حزاییل او د هغه زوی بنهدد پرېښودل چې هغوی ته بیا بیا ماتې ورکړي. ۴ یهواخاز څښتن ته د مرستې دپاره دعا وکړه او څښتن ولیدل چې د سوریې پاچا حزاییل د اسراییلو سره څومره بد چلند کوي. څښتن د هغه دعا قبوله کړه ۵ او د اسراییلو د قوم دپاره یې یو داسې مشر ورولېږه چې اسراییل یې د سوریایانو څخه خلاص کړل. نو اسراییلو د مخکې په شان په خپلو کورونو کې په سوله کې ژوند کاوه. ۶ خو اسراییلو ګناه کوله او د یروبعام د کورنۍ لاره یې غوره کړه. هغوی د اشیره بت چې په سامره کې ودرول شوی ؤ، راونه غورځاوه.

۷ یهواخاز ته نور کوم ځواکونه پاتې نه وو، بې له پنځوس سپرو عسکرو، لس جنګي ګاډیو او لس زره پیاده عسکرو. علت یې دا ؤ چې د سوریې پاچا هغوی داسې تباه کړي وو لکه دوړه چې د غوبل نه وروسته پاتې کیږي. ۸ د یهواخاز د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زړورتوب کارونه د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۹ یهواخاز مړ شو او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهوآش د هغه په ځای پاچا شو.

د اسراییلو پاچا یهوآش

۱۰ په یهودا کې د یوآش د پاچاهۍ په اووه دېرشم کال یهوآش د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. ۱۱ هغه هم د څښتن په وړاندې ګناه وکړه او د یروبعام په شان یې کارونه وکړل چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. ۱۲ یهوآش چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې نور هرڅه کړي وو، د هغه قوت او زړورتیا چې د امصیا په ضد په جګړه کې یې ښودلې وه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۳ یهوآش مړ شو او په سامره کې په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی دوهم یروبعام د هغه په ځای پاچا شو.

د الیشع مړینه

۱۴ د یهوآش پاچا د مړینې څخه لږه موده مخکې الیشع نبي سخت ناروغ او مرګ ته نژدې شو. یهوآش ورغی، د هغه په څنګ کې ودرېده، ژړل یې او ویې ویل: «پلاره! د اسراییلو جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر به ستا څخه پرته څه وکړي؟» ۱۵ الیشع ورته وویل: «یوه لینده او یو څو غشي راواخله» او یهوآش همداسې وکړل. ۱۶ بیا الیشع ورته وویل: «د غشي د ویشتلو دپاره تیار شه!» پاچا همداسې وکړل. الیشع د پاچا په لاسونو باندې خپل لاسونه کېښودل ۱۷ او ورته ویې ویل: «هغه کړکۍ پرانیزه چې مخه یې ختیځ خواته ده.» کله چې هغه پرانیستل شوه، الیشع وویل: «اوس ووله!» یهوآش یو غشی ګوزار کړ او الیشع وویل: «هغه غشی به د دې نښه وي چې څښتن به ستا سره مرسته وکړي چې په افیق کې به د سوریې لښکرو ته پوره ماتې ورکړې.» ۱۸ بیا الیشع زیاته کړه: «نور غشي راپورته کړه او ځمکه ورباندې ووهه.» یهوآش غشي راواخیستل او درې ځلې یې ځمکه ورباندې ووهله او بس. ۱۹ الیشع د خدای نبي په پاچا باندې په قهر شو او ویې ویل: «که چېرې تا دا پنځه یا شپږ ځلې وهلي وای، نو سوریایان به دې بیخي له منځه وړي وای. اوس به ته یوازې درې ځلې هغوی ته ماتې ورکړې.»

۲۰ الیشع مړ او خاورو ته وسپارل شو. هر کال به په پسرلي کې د موآبیانو ډلو د اسراییلو په خاوره باندې حملې کولې. ۲۱ یوځل په داسې حال کې چې یو څو اسراییلیانو د یو سړي مړی د مړو په ځانګړې سمڅې کې ایښوده، هغوی د موآبیانو یوه یرغلګره او لوټماره ډله ولیدله. اسراییلیانو په بیړه مړی په هغې سمڅې کې چې د الیشع مړی په کې ایښودل شوی ؤ، وغورځاوه او وتښتېدل. څنګه چې د سړي مړی د الیشع په هډوکو باندې ولګېده، سړی بېرته راژوندی شو او ودرېده.

د سوریایانو ماتې

۲۲ د یهواخاز د پاچاهۍ په ټول دوران کې د سوریې پاچا حزاییل اسراییلیان ځورول. ۲۳ خو څښتن په اسراییلو باندې مهربانه ؤ او د هغه لوظ له امله چې د هغوی د نیکونو یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره یې کړی ؤ، په هغوی باندې یې رحم کاوه. تر نن ورځې پورې څښتن ونه غوښتل چې هغوی بیخي له منځه یوسي او یا یې د خپل حضور څخه وشړي.

۲۴ حزاییل مړ شو او بیا د هغه زوی بنهدد د سوریې پاچا شو. ۲۵ د اسراییلو پاچا یهوآش د سوریې په لښکرو باندې درې ځلې حمله وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه. هغه د بنهدد څخه هغه ټول ښارګوټي بېرته ونیول چې حزاییل په جګړه کې د هغه د پلار یهواخاز څخه نیولي وو.