بل څپرکۍ

د پاچاهانو دویم کتاب

پنځه ویشتم فصل

د اورشلیم سقوط

(دویم تواریخ ۳۶: ۱۳ - ۲۱ او ارمیا ۵۲: ۳ - ۱۱)

۱ نو د صدقیا د پاچاهۍ د نهم کال د لسمې میاشتې په لسمه ورځ نبوکدنصر د خپل ټول لښکر سره اورشلیم ته راغی. هغوی د ښار څخه بیرون خپلې خېمې ودرولې او د هغه ګردچاپېره یې د خاورو څخه جوړ شوي دېوال ته د ختلو لاره جوړه کړه. ۲ اورشلیم یې د صدقیا د پاچاهۍ تر یوولسم کاله پورې تر محاصرې لاندې ونیو. ۳ د هماغه کال د څلورمې میاشتې په نهمه ورځ دومره سخته قحطي شوه چې خلکو ته د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو ۴ او بابلیانو د ښار دېوالونه سوري کړل. که څه هم ښار د هغوی له خوا کلابند ؤ د شپې له خوا پاچا او ټول عسکر وتښتېدل. هغوی د شاهي باغ د هغې دروازې له لارې لاړل چې د دوو دېوالونو په منځ کې وه او د اردن د درې خواته روان شول. ۵ مګر د بابلیانو لښکر پاچا تعقیب کړ او د اریحا ډاګ ته نژدې هغه پسې ورورسېدل. نو د هغه ټولو عسکرو هغه پرېښود او هرې خواته خپاره شول. ۶ صدقیا ونیول شو او نبوکدنصر پاچا ته چې په ریبله کې ؤ یوړل شو. په هغه ځای کې نبوکدنصر، صدقیا محاکمه کړ او هغه په سزا محکوم شو. ۷ د صدقیا زامن یې د هغه په مخ کې ووژل. د صدقیا سترګې یې راوویستلې، په زنځیرونو یې وتاړه او بابل ته یې یووړ.

د خدای د کور ورانېدل

(ارمیا ۵۲: ۱۲ - ۲۳)

۸ د بابل د پاچا نبوکدنصر د پاچاهۍ د نولسم کال د پنځمې میاشتې په اوومه ورځ، نبوزرادان د پاچا سلاکار او د هغه د ساتونکو قوماندان اورشلیم ته ورننوت. ۹ هغه د څښتن کور، شاهي ماڼۍ او په اورشلیم کې ټولې مهمې ودانۍ وسوځولې ۱۰ او د هغه ټولو عسکرو چې د هغه سره وو د ښار دېوالونه راوغورځول. ۱۱ بیا نبوزرادان هغه خلک چې په ښار کې پاتې وو، د هغو نفرو په شمول چې بابلیانو ته تسلیم شوي وو، بابل ته بوتلل. ۱۲ مګر هغه په یهودا کې ځینې غریب خلک پرېښودل چې د انګورو په باغونو او پټیو کې کار وکړي.

۱۳ بابلیانو هغه برنجي ستنې او ګاډۍ ګانې چې د څښتن په کور کې وې د لویې برنجي ټانکۍ سره یوځای ټوټې ټوټې کړلې او ټول برنج یې بابل ته یوړل. ۱۴ همدارنګه هغوی بېلچې، د قربانۍ د ځای څخه د ایرو د لیرې کولو لوښي، د څراغونو د پلتو پاکوونکي، د قربانیو د وینو کاسې، د خوشبویۍ د سوځولو کاسې او نور ټول هغه برنجي سامان چې د خدای په کور کې د خدمت دپاره ورڅخه کار اخیستل کېده، یوړل. ۱۵ هغوی هغه ټول شیان هم یوړل چې د سرو یا سپینو زرو څخه جوړ شوي وو چې په هغو کې د وینو د شیندلو کاسې او د اور لوښي شامل وو. ۱۶ دوه برنجي ستنې، برنجي ګاډۍ ګانې او لویه برنجی ټانکۍ، چې سلیمان د څښتن د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره درانده وو چې نه وزن کېدل. ۱۷ دواړه ستنې یو شان وې. د هرې ستنې لوړوالی اته متره ؤ چې د هغه په سر باندې برنجي تاج ؤ چې یو متر او دېرش سانتي لوړوالی یې درلود. د هر تاج ګردچاپېره یو برنجي جال ؤ چې په برنجي انارو باندې ښکلی کړای شوی ؤ.

بابل ته د یهودا د خلکو اسارت

(ارمیا ۵۲: ۲۴ - ۲۷)

۱۸ برسېره پردې، نبوزرادان قوماندان، مشر کاهن سرایا، دویم کاهن سفنیا او د خدای د کور درې مهم ماموران د اسیرانو په توګه ونیول. ۱۹ نبوزرادان د هغه ښار څخه د لښکرو قوماندان، د پاچا هغه پنځه شخصي سلاکاران چې په ښار کې پاتې وو، د قوماندان مرستیال چې د جګړې دپاره د عسکرو د راغونډولو مسؤول ؤ او نور شپېته تنه ونیول. ۲۰ نبوزرادان هغوی د بابل پاچا ته چې د حمات په خاوره کې د ریبله په ښار کې ؤ، بوتلل. ۲۱ نو پاچا هغوی هلته اعدام کړل.

د یهودا خلک جلاوطني شول.

د یهودا والي جدلیا

(ارمیا ۴۰: ۷ - ۹، ۴۱: ۱ - ۳)

۲۲ د بابل پاچا نبوکدنصر د اخیقام زوی جدلیا چې د شافان لمسی ؤ، هغه یې د هغو ټولو نفرو چې بابل ته نه وو وړل شوي او په یهودا کې پاتې وو د والي په توګه وټاکه. ۲۳ کله چې د یهودا عسکري منصبدارانو او عسکرو چې تسلیم شوي نه وو، واورېدل چې د بابل پاچا، جدلیا د والي په توګه ټاکلی دی، هغوی په مصفه کې د جدلیا سره وکتل. هغه منصبداران دا وو: اسماعیل د نتنیا زوی، یوحانان د قریح زوی، سرایا د تنحومت زوی چې د نطوفې د ښارګوټي اوسېدونکی ؤ او یازنیا چې د معکې څخه ؤ. ۲۴ جدلیا د هغوی سره قسم وخوړ: <تاسو باید ډاډه اوسئ.> زیاته یې کړه: <د بابل د پاچا د مامورانو څخه مه وېرېږئ. په دې خاوره کې واوسېږئ او د پاچا خدمت وکړئ، نو ستاسو ټول کارونه به ښه په مخ روان وي.>

۲۵ مګر د هماغه کال په اوومه میاشت اسماعیل چې د نتنیا زوی، د الیشمع لمسی او د شاهي کورنۍ غړی ؤ، د لسو نفرو سره مصفې ته لاړ، په جدلیا باندې یې برید وکړ او هغه یې وواژه. همدارنګه هغه یهودیان او بابلیان یې هم ووژل چې د هغه سره په هغه ځای کې وو. ۲۶ بیا ټول خلک که غریبان وو یا شتمن د عسکري منصبدارانو سره یوځای مصر ته وتښتېدل، ځکه چې هغوی د بابلیانو څخه وېرېدل.

د یهویاکین آزادي

(ارمیا ۵۲: ۳۱ - ۳۴)

۲۷ د یهودا د پاچا یهویاکین د جلاوطنۍ د اووه دېرشم کال د دولسمې میاشتې په اووه ویشتمه ورځ، اویل مرودک د بابل پاچا شو. هغه یهویاکین د زندان څخه آزاد کړ. ۲۸ اویل مرودک د هغه سره په مهربانۍ چلند وکړ او هغه ته یې د هغو پاچاهانو په پرتله چې د هغه سره په بابل کې اوسېدل ډېر لوړ مقام ورکړ. ۲۹ نو یهویاکین نور د زندان کالي وانغوستل، او د ژوند تر پایه پورې یې د پاچا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوړله. ۳۰ ترڅو پورې چې یهویاکین ژوندی ؤ د پاچا له خوا هغه ته به هره ورځ د هغه د اړتیاوو مصرف ورکول کېده.

بل څپرکۍ