د پاچاهانو دوهم کتاب

اتم فصل

شونیمي ښځه او د هغې ځمکه

۱ الیشع هغې ښځې ته چې د هغې زوی یې بېرته راژوندی کړی ؤ، وویل: «د خپلې کورنۍ سره کوم بل ځای ته لاړه شه او هلته د یو څه مودې دپاره واوسېږه، ځکه چې څښتن په دې هېواد باندې قحطي راولي او هغه به تر اوو کالو پورې دوام وکړي.» ۲ لکه څنګه چې د خدای نبي الیشع ویلي وو، هغې ښځې کټ مټ هماغسې وکړل او هغه لاړه چې د فلسطینیانو په هېواد کې واوسیږي. هغه د خپلې کورنۍ سره اووه کاله په هغه ځای کې واوسېدله. ۳ د اوو کالو په پای کې هغه اسراییلو ته راستنه شوه، پاچا ته لاړه او زارۍ یې ورته وکړې چې کور او جایداد یې بېرته ورکړل شي. ۴ په دې وخت کې پاچا د الیشع د خدمتګار جیحزي سره خبرې کولې. د هغه څخه یې وغوښتل چې د الیشع د ټولو حیرانوونکو کارونو په هکله معلومات ورکړي. ۵ په داسې حال کې چې جیحزي هغه ته د هغه مړ هلک په هکله چې الیشع بېرته راژوندی کړی ؤ خبرې کولې، هغه ښځه د خپل زوی سره راورسېدله چې پاچا ته عرض وکړي. جیحزي وویل: «ای اعلیحضرته! هغه ښځه دا ده او دا د هغه زوی دی چې الیشع راژوندی کړی ؤ.» ۶ پاچا هغې ښځې ته وویل چې خپله کیسه بیان کړي او هرڅه چې پېښ شوي وو، هغې ورته بیان کړل. بیا پاچا د خپلو درباریانو څخه یو تن ته وویل: «ټول جایداد هغې ته بېرته ورکړه، برسېره پردې د ځمکې عایدات د هغې ورځې نه چې هغه له دې ځای نه تللې وه، تر اوسه پورې هم ورکړه.»

د حزاییل له خوا د بنهدد وژنه

۷ الیشع هغه وخت دمشق ته لاړ چې د سوریې پاچا بنهدد ناروغ ؤ. کله چې پاچا ته یې خبر ورکړ چې الیشع دلته راغلی دی، ۸ هغه حزاییل ته وویل: «د خدای د نبي الیشع دپاره د ځان سره یو سوغات واخله، لاړ شه، د هغه سره وګوره او ورته ووایه چې د څښتن څخه پوښتنه وکړي چې زه به روغ شم که نه.» ۹ بیا حزاییل د څلوېښتو اوښانو سره چې د دمشق ډېر ښه تولیدات ورباندې بار وو، روان شو او الیشع ته یې د سوغات په توګه یووړل. هغه نبي راپیدا کړ او ورته ویې ویل: «ستاسو خدمتګار بنهدد پاچا زه ستاسو حضور ته رالېږلی یم، ترڅو په دې پوه شم چې هغه به روغ شي که نه.» ۱۰ الیشع حزاییل ته وویل: «هغه ته ووایه چې ته به روغ شې، خو څښتن ماته مخکې ویلي وو چې په حقیقت کې به بنهدد خامخا مړ شي.» ۱۱ الیشع حزاییل ته داسې په ځیر کتل تر هغې چې هغه وشرمېده، بیا الیشع وژړل. ۱۲ حزاییل پوښتنه وکړه: «ای ښاغلیه، ولې ژاړئ؟» الیشع ځواب ورکړ: «ځکه زه پوهېږم چې ته به د اسراییلو قوم ته ډېر زیان ورسوې. ته به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه وسوځوې او د هغوی ځوانان به ووژنې. د هغوی اولادونه به ټوټې ټوټې کړې او د هغوی د امیدوارو ښځو خېټې به هم څیرې کړې.» ۱۳ حزاییل ځواب ورکړ: «زما په شان یو عادي انسان دومره غټ کار څنګه کولای شي؟» الیشع ورته وویل: «ای حزاییله، څښتن ماته ښودلي دي چې ته به د سوریې پاچا شې.» ۱۴ حزاییل بېرته بنهدد ته ورغی. بنهدد ورڅخه پوښتنه وکړه: «الیشع څه وویل؟» حزاییل ځواب ورکړ: «هغه وویل چې ته به هرومرو روغ شې.» ۱۵ خو په راتلونکې ورځ حزاییل یوه کمپله راواخیستله، په اوبو کې یې لمده کړه او د پاچا په مخ باندې یې کېښوده، تر هغې پورې چې د هغه ساه بنده شوه او هغه مړ شو. بیا حزاییل د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا یهورام

(دوهم تواریخ ۲۱‏: ۱ ‏- ۲۰)

۱۶ په اسراییلو کې د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په پنځم کال، د یهوشافاط زوی یهورام د یهودا پاچا شو. ۱۷ یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. ۱۸ یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، ۱۹ خو څښتن نه غوښتل چې یهودا له منځه یوسي، ځکه چې هغه د خپل خدمتګار داود سره وعده کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.

۲۰ د یهورام په پاچاهۍ کې د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه. ۲۱ نو یهورام د خپلو ټولو جنګي ګاډیو سره صعیر ته روان شو، چې هلته ادومي لښکر هغوی کلابند کړل. د شپې هغه او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانانو کلابندي ماته کړه او د یهورام عسکر خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۲۲ یهودا هېڅکله ونه شو کولای چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول. ۲۳ د یهورام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۴ یهورام مړ شو او د داود په ښار کې د خپلو نیکونو په څنګ کې ښخ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا اخزیا

(دوهم تواریخ ۲۲‏: ۱ ‏- ۶)

۲۵ په اسراییلو کې د یورام د پاچاهۍ په دولسم کال، د یهورام زوی اخزیا د یهودا پاچا شو. ۲۶ اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور عتلیا نومېدله چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه. ۲۷ څرنګه چې اخزیا د اخاب د کورنۍ سره د خېښۍ اړیکې درلودلې، نو هغه هم د هغوی په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.

۲۸ اخزیا د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې حمله وکړي. په دې جګړه کې د سوریې عسکرو یورام ټپي کړ. ۲۹ نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې په رامه کې زخمي شوی ؤ، روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.